د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دغه وزارت کې په یوه غونډه کې ویلي چې، ډېر ژر به د ټاپي پروژې کار پيل شي.
د دغه وزارت سرپرست زیاته کړې چې د دغې پروژې [ټاپي] له عملي کېدو سره به افغانستان د کال ۴۵۰ مېلیون ډالره د ټرانزیټ حق او ۵ مېلیارد مترمکعبه ګاز ترلاسه کړي.
ښاغلی متقي په دغې غونډه کې، ترکمنستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو ګڼي او زیاتوي چې له دغه هېواد سره د ټاپي، ټاپ، کاسا زر او رېل پټلۍ په ګډون ځينې پروژې په پام کې لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله زیاتوي:«د شروع کېدو لپاره یې ټول چمتووالی نیول شوی او دواړه لورو ښه کلکه ژمنتیا او چمتووالی لري چې، دا پروژه په خیر سره پيل شي او هغه قانوني پړاوونه، اسناد چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ باید لاسلیک شي، هوکړه پرې وشي هغه مراحل هم الحمدالله وروستي شوي دي.»
د ټاپي پروژې مساحت ۱۸۴۰کیلومټره دی چې، په ترکمنستان کې یې د ۲۱۴ کیلومټرو چارې بشپړې شوي او پاتې کار به یې په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې پیل شي. د ترکمنستان د ګازو نللیکه ۳۳ مېلیارده متر مکعب ګاز لېږدوي چې، له دې منځه پنځه مېلیارده متر مکعبه افغانستان ته، ۱۴ مېلیارده متر مکعبه پاکستان ته او ۱۴ مېلیارده متر مکعبه ګاز هند ته لېږدوي او د دې پروژې ټولټال لګښت ۱۰ مېلیارد ډالره بلل شوی دی.
امیر خان متقي په دې هکله څرګنده کړه:«د ټاپي نللیکه به په کلني ډول، ۳۳ مېلیارده مټرمکعبه ګاز لېږدوي له دې څخه به ۵ مېلیارد مټرمکعبه افغانستان کې او پاتې ۱۴ او ۱۴ مېلیارد مټرمکعبه به په پاکستان او هندوستان کې مصرفېږي.»
بلخوا، د ټاپي پروژې عملي کېدل د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند په ګډون د ښکېلو هېوادونو په وده او پرمختګ کې مهم رول لري.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شیرباز کمینزاده په دې اړه طلوعنیوز ته وویل:«د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره، د پاکستان، هند، افغانستان او ترکمنستان د خلکو اقتصاد به بدلون وکړي؛ د دې لپاره چې، په خورا زیاته کچه انرژي له مرکزي اسیا سوېلي اسیا ته لېږدول کېږي.»
که څه هم د ټاپي پروژې کار په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د لوړ پوړو چارواکو لخوا په هرات ولایت کې پیل شو؛ خو وروسته د ناڅرګندو دلایلو له امله ودرول شو.
په دې اړه مو اندونه