د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د قطر سفارت له مستشار سره په کتنه کې له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د اقتصاد وزارت ویاند ویلي، چې په دغې کتنه کې د قطر مستشار اقتصاد وزارت ته د بشري مرستو د دوام او د اقتصادي، پانګونې، سوداګریزۍ، په بیخبنايي او پراختیايي برخو کې د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړی دی.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې هکله وویل:«د اقتصاد وزارت سرپرست په کابل کې د قطر سفارت له مستشار سره په کتنه کې له هغه هېواد سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو. په کابل کې د قطر سفارت شارزدافیر د بشري مرستو له دوام او د اقتصاد وزارت په مشرۍ، د اقتصادي، پانګونې او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړ.»
په کابل کې د قطر سفارت مستشار د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د هوايي چلند د خدماتو د وړاندې کولو په تړاو د کابل او دوحې تر منځ د یوې هوکړې د رامنځته کېدو او د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره یې په کتنه کې د اوبو او انرژۍ پر پروژو د پانګونو په تړاو خبرې کړې دي.
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي هم د افغانستان او قطر ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ګټور ګڼي.
اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي وايي:«په هغه صورت کې چې، موږ په افغانستان اقتصادي کې یا د پانګونې د فرصتونو زمینې برابرې کړو، طبیعي ده چې، په افغانستان کې د هېوادونو حضور کولای شي چې، په بېلابېلو برخو کې لکه بېخبنايي پروژې لکه د افغانستان هوايي چلند په برخو کې د هېواد د اقتصاد په ګټه پرېوځي.»
د اقتصادي چارو شنونکی شمسالرحمن احمدزی هم څرګندوي:«کهچېرې موږ له قطر او یا له نورو عربي هېوادونو سره نېک او ښې اړیکې ولرو، دا کولای شي چې، په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې دلته پانګونه وکړي؛ ځکه عربانو چې، په هر ځای کې پانګونه کړې، ډېره ستره پانګونه یې کړې ده.»
په کابل کې د قطر سفارت مستشار تر دې مخکې د رييسالوزرا له سیاسي مرستیال، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست، د افغانستان بانک له سرپرست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لومړي مرستیال سره په جلا جلا کتنو کې هم د کابل او دوحې تر منځ د سوداګریزو اړیکو د لا تقویت په تړاو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه