د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي د ترکمنستان د کابینې مرستیال، د بهرنیو چارو وزیر، د ګاز او نفت وزیر، د ټاپي او وسپنې پټلۍ پروژو رییس او د دغه هېواد د صنعت او ښار جوړونې وزارت له وزیرانو سره بېلابېلې لیدنې کړې دي.
د اقتصادي اړیکو پراختیا، بازار موندنه، د ټاپي پروژو د چارو پیل، او یو شمېر نورې پروژې د دغو کتنو د بحثونو اساسي ټکي وو.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وايي: په دغه سفر کې د اقتصادي او سوداګریز بهیر مهمه برخه وه او د لویو پروژو په اړه پکې خبرې وشو چې د بېلګې په توګه د ټاپي پروژه، ټاپ پروژو او فایبر نوري په اړه هم خبرې وشوې.
د صنایعو او کانونو خونه بیا د منځني اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول له ترکمنستان سره د همغږۍ رامنځته کېدو ته په اشارې سره ټینګار کوي چې د ګډو سیمهییزو پروژو عملي کېدل ددغو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي ټيکاو رامنځته کوي.
د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان په دې اړه داسې وايي: د ټاپي پروژې بحث، د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ، د برېښنا لېږدول او د سیمه ییز جوړښت لپاره د ځينو پروژو وروستي کول مهم دي. هیله لرو چې د ټاپي پروژې کار پیل شي.
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا ترکمنستان د افغانستان لپاره ښه اقتصادي شریک بولي او له دغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر څرګنده کړه: هغو توکو ته چې موږ ورته اړتیا لرو، پاکستان هم ورته اړ دی، هغه چې هرڅه وي، که ګاز وي او تیل وي نو له همدې لارې تېریږي.
د یادونې ده چې برېښنا، ګاز او تېل له ازبېکستانه افغانستان ته وارديږي، خو له افغانستانه بیا مرمر ډبرې، وچه مېوه، غیر الکولي مشروبات او بېلابېل کالي دغه هېواد ته صادریږي.