Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پېښور کې لاريون؛ د تورخم له لارې پاکستان ته سوداګري ځنډولې ده

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د تورخم او پېښور تر منځ د یو شمېر ځايي اوسېدونکو د لاریون له امله له لسو ورځو راهیسې د تورخم دروازه تړلې ده. 

د دغې ګډې خونې اجراییه ریس، نقیب الله صافی طلوع‌نیوز ته وایي، د تورخم دروازې تړلو ګڼو افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیانونه اړولي دي. 

نقیب الله صافی د دواړو هېوادونو له چارواکو غواړي، چې د دغې ستونزې د حل په موخه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه: « شاوخوا لس ورځې کیږي چې د تورخم او پېښور ترمنځ په بیګ یاري سیمه کې لاریون دی او له امله یې د دواړو خواو ترمنځ سوداګري ځنډېدلې ده.»

له دې سره سم، د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو یو شمېر صادروونکي چې بار موټر یې د تورخم - پېښور تر منځ لاره کې بند پاتي، وايي، ډېری صادراتي توکي یې خوسا شوي دي.

سوداګر، امید حیدري و ویل: « اوس زموږ د صادراتو وخت دی او موږ اړتیا لرو چې هره ورځ له ۳ سوو او ۴ سوو موټر زیات صادرات ولرو، خو له بده مرغه زموږ صادرات ډېر زیات کم شوې دي او له امله یې زموږ سوداګرو صادرات بند کړي دي او ډېری سوداګرو چې له بڼوڼو یې محصولات پېرلي اوس اړ دي، چې په کمه بیه یې وپلوري.»

سوداګر، فرید عظیمي و ویل: « زیان کم نه دی، که د یوه سوداګر دوه یا څلور موټره مال خرابېږي، د موټر کرایه ډېره زیاته ده او بسته بندي یې ډېره لوړه تمامیږي، چې له امله یې زموږ سوداګر له سوداګرۍ ستړي کېږي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ پر فرضي کرښې نښتې، د پاکستان لخوا د ګمرکي تعرفو لوړېدل او له افغان موټر چلوونکو د لنډمهالي ورتګ د جواز غوښتنه پاکستان ته د افغان صادراتو د کمېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه