Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وسپنې پټلۍ له لارې ۱،۶ ميلیون مټريکه ټنه صادرات او واردات شوي دي

د ټولګټو وزارت وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد د وسپنې پټلیو له لارو څه باندې ۱ اعشاریه ۶ میلیونه ټُنه د سوداګریزو توکو انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو لمخې، په دې منځ کې ۶۶ زره ټُنه سوداګریز توکي او په ځانګړې توګه وچې میوې، معدني ډبرې او غیر الکولي مشروبات صادر شوي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند، اشرف حق‌شناس په دې اړه و ویل: « په تېرو ۵ میاشتو کې د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلیو د څلورو بندرونو، اقینه، تورغونډۍ، خواف او حیرتان له لارې څه باندې ۱ اعشاریه ۶ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي دي، چې نفتي او غیر نفتي او نور مواد هېواد ته وارد شوي او له هېواده صادر شوي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: « د اسلامي امارت پر وړاندې چې کوم مهم کارونه دي، له برېښنا وروسته همدا د وسپنې پټلۍ دي، چې باید جوړې شي.»

 بل خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي، چې د وسپنې پر پټلیو پانګونه د سوداګرۍ د زیاتېدو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: « سربېره پر دې چې افغانستان د وسپنې پټلۍ ته اړتیا لري، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونه ډېر لېواله دي، چې د وسپنې پټلۍ له لارې اړیکې او سوداګري وکړي او د افغانستان له لارې چابهار بندر او د افغانستان له لارې تورخم او کراچۍ ته ورسېږي.»

د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي، محمد نبي هم و ویل: « که چېرې موږ د ریل له لارې له نړۍ سره وصل شو او له ګاونډیو سره سوداګرۍ ته وده ورکړو، نو کولای شو اقتصاد مو پر پښو ودرېږي او صنعت مو وده و مومي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ معین له ترکمنستان سره د وسپنې پټلۍ د پراختیا په موخه دوه تړونونه لاسلیک کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه