Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته شاوخوا زر کاري جوازونه ورکړ شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا زرو بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ویشلي دي.

د دغه وزارت مسوولینو تازه بهرنیو وګړو ته د کار جواز د ورکړې لپاره په تورخم بندر کې استازولي جوړه کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي په دې اړه و ویل: «کار او ټولنیزو چارو وزارت په ځمکنیو او هوايي بندرونو کې د کار جوازونه وېشي چې په دې وروستیو کې د دې لپاره په تورخم ښارګوټي کې یو  مرکز هم پرانیستل شوی دی.»

له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هغو برخو کې د بهرنیو کارګرو جذبول چې افغانستان ورته اړتیا لري، د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اغېزناک ګڼي، خو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان آقا نوید و ویل: «زموږ وړاندیز دا دی چې په افغان کادرونو دې ډېر کار وشي. په ځانګړي توګه هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي دي، تخصص لري. هغوی ته کار پیدا شي.»

له دې سره سره، ځینې کارپوهان د بهرني کاري ځواک حضور د افغانستان په بازارونو کې هېوادوالو ته د تجربو د لېږد لپاره ارزښتناک ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي:«بهرنۍ بشري قوه شاید ډېرې ښې تجربې و لري او افغانان د هغوی له تجربو ګټه پورته کړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د هغو بهرنیو وګړو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه چې د موسسو او خصوصي سکټور له لارې افغانستان ته د کار لپاره راځي، د هېواد په بندرونو او هوايي ډګرونو کې د کار د جوازونو د وېش استازولۍ جوړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه