Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان بانک: تېر کال څه باندې اوو میلیارده زړې افغانۍ سوځول شوې دي

د افغانستان بانک د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، تېر یوه کال کې د هېواد له بازارونو څه باندې ۷ میلیارده زړې افغانۍ راټولې او سوځول شوي دي.

دغه بانک په تېر یو کال کې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د زړو افغانیو راټولول، له بانکونو د حساب لرونکو له لوري د پېسو د را اېستلو کچې لوړېدل، د انفلاسیون کچې کنټرول، د پولي سیاست پلي کول او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا له خپلو مهمو لاسته راوړنو ګڼي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد و ویل: « تېر کال کې مرکزي بانک وکړای شول چې د مرکز او ولایتونو د بېلابېلو بانک نوټونو په ګډون څه د پاسه ۷ میلیارده زړې افغانۍ راټولې کړي او د یوې تګلارې لمخې یې چلېدل درولې دي.»

د یاد بانک مسوولینو وایي، د روان کال په زمري میاشت کې د تېر کال همدې میاشتې پرتله د افغانیو پولي ثبات ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس، احمد جواد سداد و ویل: « د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري موږ ته د راکړل شویو شمېرو لمخې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د تورم کچه ۶.۶ سلنې و، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه ۹.۱ سلنې وه.»  

د دغه بانک د غیر بانکي مالیې د نظارت رییس بیا وايي، د صرافانو فعالیتونه څاري او تر اوسه یې ۱۷۸۰ صرافانو ته جوازونه ورکړي دي.

د هغه په خبره، تر اوسه پنځو موسسو د الکترونیکي پیسو جوازونه هم تر لاسه کړي.
نوموړي هیله ښوودلې چې په راتلونکي څو کالو کې به راکړه ورکړه په الکترونیکي پیسو ترسره کېږي.

د افغانستان بانک د غیر بانکي مالیې رییس، احمد ظاهر ناصرزي و ویل: « د څه د پاسه ۲۴۰۰ بې جوازه صرافیو او پولي خدمتونو کارونه د اړوندو ادارو په همغږۍ ترسره شوې، د دې سربېره تېر کال کې ۱۴۰ صرافیو او د پولي خدمتونو او څه د پاسه ۳۰۹ استازولیو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي دي.»

د مسوولینو د مالوماتو لمخې، دغه بانک هره اوونۍ ۱۵۰زره افغانۍ او هره میاشت ۵۰۰ زره افغانۍ بازار ته وړاندې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه