د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغان خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل لپاره د وروستي چمتووالي د ارزونې په موخه د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي، امیر خان متقي دغه سفر کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر او د وزیرانو شورا له مرستیال سره هم کتلي او دواړو لورو د ټاپي نل لیکې د غځولو، د وسپنې پټلۍ رغونې، برښنا او نوري فایبر پروژو د پرانیستي لپاره د وروستي چمتووالو په اړه خبرې کړې دي.
له دې سره سم له بهرنیو چارو وزارته سرچینو طلوعنیوز ته ویلي چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي.
ضیا احمد تکل په دې اړه و ویل: « د ذکر شویو پروژو د چارو لیدنه یې وکړه او پوله کې د ټاپي پروژې د پيل مراسمو لپاره یې د اخیستل شویو ګامونو لیدنه وکړه او د دواړو خواوو مسوولینو ته یې د دغو مراسمو د غوره ترسراوي سپارښتنې وکړې.»
ټاپي په سیمه کې یو له مهمو او لویو پروژو ده چې یو زر او څلور سوه او ۱۴ کیلو متره اوږدوالی لري او ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته لېږدوي.
د دغې پروژې ټول لګښت ۲ میلیارده او پنځه سوه میلیونه ډالره ده چې ۱۰ میلیارده ډالر لګښت یې د افغانستان په خاوره کې کېږي.
دا پروژه د هرات-کندهار له لارې کوېټې او ملتان ته تېرېږي، چې له هغه ځایه د هند فزیلکان ښار ته رسیږي.
د د غې پروژې چارې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د چارواکو په شتون کې پیل شوې، چې په افغانستان کې د بېلابېلو دلایلو له کبله وځنډېدې.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وایي: « اسلامي امارت باید په خپل ټول توان سره دغې پروژې لپاره هڅې وکړي او نور مسایل د دې لامل نشي چې د افغانستان کې بیا دغه پروژه وځنډیږي؛ ځکه د دغې پروژې چارې د تېر حکومت پر مهال د ناامنۍ، بې ثباتۍ او ناسم مدیریت له امله ودرېدې.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پیلیدو لپاره هڅې ګړندۍ شوي، چې ا.ا په دې اړه بیا بیا له ترکمنستاني چارواکو سره خبرې وکړې.
پوښتنه دا ده چې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل او د دغې پروژې بشپړېدل به د افغانستان په اقتصادي وده کې کوم رول ولوبوي؟
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر په دې اړه و ویل: « که ټاپي پروژه په ښه ډول وڅارل شي، د افغانستان خلکو ته کاري زمینې رامنځته کوي او په ټوله کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په سټراټیژیک او اقتصادي نښلولو کې ګټوره تمامیدای شي.»
ټاپي پروژې سره د نوري فایبر، وسپنې پټلۍ او پاکستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کلیو ولټه برښنا لېږ په ګډون ځينې نورې کوچنۍ پروژې هم ملې دي.
په دې اړه مو اندونه