Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوال: مالیې کمې شوې خو د توکو بیې لوړې دي

د مالیې وزارت وايي، د اسلامي امارت د رهبر په لارښوونه یې له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر بېلابېلو برخو مالیات کم کړي دي.

دغه وزارت وایي، پر روغتیايي چارو، سوداګریزو، کرنیزو، کسبګرو، د تېلو پر ټانکونو، هوټلونو او روزنیزو مرکزونو د مالیاتو په راکمېدو سره د یادو برخو د فعالیتونو ودې ته زمینه برابره شوې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل و ویل: « د اسلامي امارت له لوري د مالیاتو کمښت او معافیت د کورني صنعت او کسبونو د ودې لامل شوي دي او د ودې لپاره یې زمینې برابرې شوې دي.»

هېوادوال وايي، سره له دې چې د تېلو پر ټانکونو او نورو برخو مالیات راکم شوي؛ خو د توکو په بیو کې کمښت نه دی راغلی.

موټر چلوونکی جاوید وایي: « مالیات باید له دې هم کم شي او د تېلو بیې هم ټېټې شي چې زموږ لپاره هم یو څه زمینه برابره شي چې خپل کارونه پراخه کړو.»

یو بل موټر چلوونکي، عبدالغفور و ویل: « له اسلامي امارته غواړو چې بیو ته پام وکړي په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو بیو ته ځکه کارونه مو له پرځېدو سره مخ دي.»

ځینې نور هېوادوال بیا وايي، تر څو چې د توکو پر بیو جدي څارنه ونشي؛ ترهغې به د مالیاتو کمښت یوازې د سوداګرو په ګټه وي.

هټۍ وال بلال په دې اړه وایي: « چې هټۍ ته ورشې وای ما له سوداګره په لوړه بیه پېرلي، که سوداګر ته ورشې وای موږ له بهره په لوړه بیه پېرلي او موږ ډېر مالیات راغلي خو که د مالیاتو پوښتنه وکړې وای مالیات کم شوي دي.»

اسلامي امارت شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هوټلونو او پمپ سټیشنونو لپاره د نفت او ګازو په برخه کې مالیه کمه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه