د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې، د روان زیږدیز کال له مۍ تر اکټوبر میاشتې، ۱۲ مېلیونه او ۴۰۰زره افغانان د خوړو له شدید نهخوندیتوب سره به مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) دغه راپور له خپرولو سره، ټینګار کړی چې، له دغه شمېره کابو دوه مېلیونه تنه یې خوراکي توکو ته بیړنۍ اړتیا لري.
د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د درې اعشاریه نهو مېلیون تنو له ډلې چې دوه اعشاریه اته مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.
ورته مهال، ۴۵ کلن عبدالمالک، د روزګان د ترینکوټ ښار اوسېدونکی دی چې، د خپلې نهه کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري. طلوعنیوز ته یې ویلي چې، سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د خپلې کورنۍ لپاره یوازې د یوه وخت خواړه برابرولای شي.
عبدالمالک طلوعنیوز ته وویل:«الله(ج) موږ ته صبر راکړئ، کهچېرې یو ښه شی پیدا شي خورو یې له هغې پرته، چای او ډوډۍ خورو.»
بلخوا، ځينې کارپوهان په لنډمهال کې د نړۍوالو مرستندویه ادارو مرستې ګټورې بولي؛ خو په اوږدمهال کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره د کارموندنې پروژو پر پانګونه ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر طلوعنیوز ته وویل:«په هره اندازه بهرنۍ مرستې چې، افغانستان ته راشي، د اقتصادي خرابوالي ته په کتو، په لنډمهال کې کولای شي چې اغېزناک وي.»
اقتصاد وزارت په افغانستان کې د خوړو د نهخوندیتوب علت د بندیزونو لګول، د هېواد د اسعاري زېرمو کنګل کېدل او اقلیمي بدلونونه ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې هکله څرګنده کړه:«د تېر پرتله اقتصادي وضعیت، مثبت خوځښت لرلی؛ خو اقلیمي بدلونونو، د بندیزونو لګولو، د هېواد د اسعاري زېرمو کنګلېدو او د اقتصادي بېخبناوو کموالي، لا هم د خلکو د بېکارۍ او خوړو ناامنیو ستونزې زیاتې کړې دي. د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرامونو له لارې چې، د کار د رامنځته کېدو او د کورنۍ د پېرلو د ځواک لوړېدلو لامل کېږي، د خوړو نهخوندیتوب ته اغېزناکه ځوابوینه او مبارزه، زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه ده.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د بشري مرستو د بودجې د کمېدو په تړاو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې که څه هم د ۲۰۲۴ زېږدیز کال پای ته رسېدو ته څلور میاشتې پاتې دي، نړۍوالې ټولنې یوازې ۲۵ سلنه بودجه برابره کړې ده او دا مهال له هرو دوو افغانانو یو یې له بېوزلۍ سره مخ دی.
په دې اړه مو اندونه