د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ټاکل شوې چې، سبا (چهارشنبې، د وږي په ۲۱مه) د اسلامي امارت او ترکمنستان د جګپوړو چارواکو په شتون کې به، په هېواد کې د ټاپي پروژې د چارو پرانیسته وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په وینا، د ټاپي پروژې د کار د پیل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی چې، د دغې پروژې د عملي کار له پيل سره به په مستقیم او غیرمستقیمه توګه زرګونه تنو ته د کار زمینه برابره شي.
همایون افغان په دې هکله زیاته کړه:«تمه ده چې، سبا چهارشنبه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، د ټاپي پروژې چارې عملاً د افغانستان په خاوره کې پیل شي. د دغې پروژې له پیل سره به زرګونو افغانانو ته کاري فرصتونه پيدا شي او همداراز به افغانستان وکړای شي چې، ارزانه او دوامداره انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړي.»
ټاپي پروژه چې، د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ده، د ۲۱۴ کیلومټرو چارې یې په ترکمنستان کې بشپړې شوې دي. د ترکمنستان د ګازو د لېږد نللیکه به په کال کې د ترکمنستان ۳۳ مېلیارده متر مکعب ګاز افغانستان، پاکستان، او هند ته ولېږدوي.
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ټاپي پروژې عملي کېدل د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم ګڼي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزي په دې اړه وايي:«موږ هیله لرو چې، نور ځنډ ونهشي او پیل شي. د دغې پروژې اهمیت فوقالعاده زیات دی. له دغه نوي کار سره چې، پيلېږي، په دې باور یو چې، زموږ په اقتصاد کې جدي بدلون راځي.»
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«د ټاپي پروژې له عملي کېدو سره، کابو ۴۰۰ مېلیون ډالر د ټرانزیټ حق ترلاسه کوو او د ګازو کافي سرچینو ته لاسرسی پيدا کوو. د هغه ترڅنګ کولای شي چې، د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د سترو اقتصادي تعاملاتو کچه هم لوړه کړي، د افغانستان د ټرانزیټي ځایکی له تېر څخه ډېر مطرحه کړي او په تعاملاتو او نوي اقتصادي نظم کې به افغانستان مناسب او مطلوب مقام پیدا کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپي پروژې له عملي کېدو سره به افغانستان په کال کې ۴۵۰ مېلیونه ډالره د ټرانزیټ حق ترلاسه کړي.
په دې اړه مو اندونه