Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټاپي او څو نورو پروژو د چارو پرانیسته وشوه

افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پرانیسته د اسلامي امارت او ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو په حضور کې نن (چهارشنبه د وږي ۲۱مه) ترسره شوه.

د دغې پروژې له پیل سره سم د نوري فایبر د لېږد، د تورغونډۍ د وسپنې پټلۍ غځولو او هرات کې د نورالجاهد برښنا سب سټېشن د جوړولو چارې هم پیل شوې.

د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د دغې سترې سیمه ییزې پروژې د پرانیستې پر مهال، دغه پروژه د دواړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا او د ټاپي غړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې ستر ګام بللی دی. 

د اسلامي امارت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند و ویل: « له ډېرو کلونو راهیسې د د دغې ورځې انتظار کیده، د ترکمنستان او افغانستان خلک به له ډېرو کړاونو او ستونزو سره مخ شوي اوسي، چې دغه ستره پروژه دغه حال ته را رسولې چې نن یې موږ او تاسو پرانیسته کوو.»

د ترکمنستان ولسمشر، سردار بیردي محمدوف و ویل: «  د دغې پروژې د چارو پیل زموږ د هېوادونو د ښه ګاونډیتوب څرګندونه کوي. دا پروژې نه یوازې د افغانستان او ترکمنستان خلکو بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم ګټورې دي. له افغانستان سره زموږ همکارۍ لوړې کچې ته رسېدلې دي.»

د ټاپې پروژې د مسوولینو په خبره د دغې پروژې د چارو بشپړېدو سره به افغانستان کې ۱۲ زره تنو ته کاري زمینه برابره شي او له دې لارې به افغانستان په کلني ډول نږدې یو میلیارده ډالر عواید ولري. 

د ټاپې پروژې اجراییوي رییس، تايي امانوف ویلي: « موږ ډېر خوشاله یو چې د ټاپې پروژې چارې په ترکمنستان کې پایته رسېدلي دي او د افغانستان پر خاوره کې یې چارې پیل شوې. د دې پروژې پلي کېدو کې د افغانستان همکاري اړینه ده او باید په دې برخه کې همکاري وکړي.»

د ټاپې پروژې ترڅنګ له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر لېږد، د تورغونډۍ وسپنې لیکې او د هرات ښار د نور الجهاد برښنا سټېشن پروژو چارې هم پیل شوې.

د افغانستان برښنا شرکت رییس، عبدالباري عمر په دې اړه و ویل: « تر دې وړاندې له ترکمنستانه هرات ته له ۶۰ تر ۷۰ میګاواټه برښنا واردېدله؛ خو دا پروژه ۱۲۰ میګاواټو ته رسیږي. دغه ګام سره به د هرات د خلکو او صنعتي کارخونو ستونزې هوارې شي.»

د هرات اوسېدونکي، اصف مسلم زاده و ویل: « دغو سختو شرایطو کې چې ډېری هېوادوال مو د بې وزلۍ له امله ګاونډیو هېوادونو ته کډوال کیږي، ټاپي پروژه کولای شي د خلکو لپاره یو مثبت ګام اوسي.»

د ټاپې پروژې چارې اته کاله وړاندې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو په حضور کې هرات کې پیل شوې خو د ناڅرګندو دلایلو له امله وځنډېدې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه