Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاپي: د ګازو په برخه کې د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره ګام

د ټاپي پروژې د چارو تر پرانیستې وروسته تمه کېږي چې، افغانستان به له اقتصادي او سیاسي پلوه له بدلونونو سره مخ شي.

دغه پروژه چې، د سیمې په کچه له ځانګړي اهمیته برخمنه ده عملي کېدل به یې څه باندې ۲۰ زره کسانو ته د کاري فرصت د رامنځته کېدو ترڅنګ د اړتیا وړ ګازو د تامین زمینه هم برابره کړي چې، په ګازو پورې اړوندې صنایع به لا ډېره وده وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفار نظامي په دې هکله وايي:«د افغانستان لپاره په څو برخو کې ګټې لري: په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې، او دغه پروژه به په افغانستان کې د اقتصادي انقلاب لامل شي.»

بلخوا د کابل ښار ځينې اوسېدونکي هم د ټاپي او نورو پروژو د چارو د پيل هرکلي کوي.

احمدالله د کابل اوسېدونکی طلوع‌نیوز ته وايي:«ټاپي پرانیستل شوه، دا مثبت ګام دی، پلي کېدل یې اړین دي د دې لپاره چې، د بې‌کارۍ د کچې د کموالي لامل کېږي؛ یعنې کاري زمینه برابروي.»

د ټاپي پروژې ترڅنګ ځینې نورې پروژې له هغې ډلې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد، له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر او تورغنډۍ د رېل پټلۍ د پروژو چارې هم پیل شوې دي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان طلوع‌نیوز ته وايي:«څو اقتصادي پروژې لکه ټاپي، رېل پتلۍ او همدارنګه له ترکمنستانه پاکستان ته د برېښنا لېږد، سیمه‌ییز پیوستون رامنځته کوي او دا به د سیمې د امنیت لامل شي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې، د ټاپي پروژې چارې له ترکمنستانه د هرات تر ګذرې ولسوالۍ ۱۵۳ کیلومټره اوږدوالی لري چې، په دوو کلونو کې به بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې تر هرات ولایته د ټاپي پروژې لګښت ۶۰۰ مېلیونه ډالره دی چې، د ترکمنستان له لوري ورکول کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې هکله څرګندوي:«په هرات کې ۱۵۳ کیلومټره دی چې، ان‌شاالله په دوو کلونو کې به بشپړ شي. کله چې، په هرات کې بشپړ شي، عملاً د ترکمنستان ګازو ته لاسرسی پيدا کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د اسلامي امارت رییس الوزرا په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو په پرانیسته کې ویلي چې، ترکمنستان له دې اقدام سره د دواړو هېوادونو اړیکې او ملګرتیا پیاوړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه