Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: چمتووالی لرو چې، افغانستان له ترکیې او اروپا سره ونښلول شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو سازمانونو له استازو سره په کتنه کې ویلي چې، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار پیلېدل د اقتصادي تحولاتو پیلامه ده.

امیر خان متقي وایي چې، د ټاپ، نوري فایبر او د وسپنې پټلۍ جوړېدل له هغو پروژو دي چې، د ټاپي د ګازو د نل‌لیکې په اوږدو کې عملي کېږي چې، نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د پاکستان او هند په ګډون په ټاپي پروژه کې د ښکېلو هېوادونو لپاره هم مهم رول لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«تېره اوونۍ موږ او زموږ ترکمنستاني ملګرو یوازې ټاپي نه بلکې ټاپ، د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا پروژه، د نوري فایبر مهمه پروژه، تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د بارګیرۍ او تخلیې د ظرفیت لوړولو د کار پيل او همدا‌راز له تورغنډۍ د هرات په لور د رېل پټلۍ د غځولو د کار پیل وکړ.»

امیر خان متقي ټینګار کوي، اسلامي امارت چمتووالی لري چې، هېواد د لاجوردو له لارې له ترکمنستان، اذربایجان، ترکیې او اروپايي هېوادونو سره وصل شي.

ښاغلی متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوي چې، د واخان د دهلیز جوړېدل به افغانستان او ایران له چین سره په مستقیمه توګه ونښلوي.

امیر خان متقي وايي:«موږ چمتووالی لرو چې، د لاجورد له لارې نه افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان له ترکیې سره وصل شي او بالاخره اروپا ته لار ولرو. دا چې په افغانستان کې یو سراسري امنیت راغلی، په دې کې د اسلامي امارت پرېکنده اقدامات، ښه تدبیر او ښه امنیتي قوا، په دې دلالت کوي چې، موږ د سیمې په ثبات کې هم مثبت رول لوبولای شو.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د بنسټیزو پروژو پلي کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«له ګاوڼدیانو نه استفاده وکړو دوی راوبولو او دلته په ګډه پروژې عملي کړو او یا داسې نړۍوالې پروژې چې، کومې څلور پنځه هېوادونه سره نښلوي، دا په لاره واچوو دا زموږ لپاره، زموږ د اقتصاد لپاره، زموږ د راتلونکي لپاره یوه ډېره ستره خوشخبري ده.»

دا په داسې حال کې ده چې، تېره اوونۍ د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د لومړي فاز چارې چې، ۱۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري، پرانیستل شوې او تمه ده چې، تر راتلونکو دوو کالونو بشپړې شي.

سرپرست وزارت خارجه با اشاره به آغاز کار پروژه تاپی در افغانستان گفته است که آغاز کار این پروژه از تحولات مهم اقتصادی است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه