Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان اماني صندوق څه باندې ۳ سوه میلیونه ډالره ګټه کړې

د افغانستان اماني صندوق مسوولین وایي، دغه صندوق له جوړېدو تر دې دمه ۳۳۷ میلیونه ډالره ګته کړې ده . 

د دغه صندوق د مدیره پلاوي یو غړی وایي، اماني صندوق په خپلواکه توګه عمل کوي چې موخه یې د پولي ارزښت ساتنه، د بیو خوندیتوب او د مالي سکټور ثبات دی.

د افغانستان اماني صندوق غړي، شاه محمود محرابي و ویل: « دغه صندوق په خپلواکه توګه عمل کوي او د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره کار کوي، پولي ثبات، د بیو ثابت ساتل او د مالي سکټور ثبات د دغه صندوق اساسي موخې دي. دا صندوق د بشري موخو لپاره نه دی جوړ شوی.»

خو اقتصاد وزارت یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادې کړي. 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري و ویل: « بهر کې د افغانستان ټوله کنګل شوې او بلاک شوې شتمنۍ، د افغانستان د خلکو مشروع حق دی. له دې امله غواړو چې ژر تر ژره دغه پیسې د افغانستان خلکو او اسلامي امارت ته ورکړل شي څو د هېواد په پرمختګ او اقتصادي پراختیا کې ولګول شي.»

د افغانستان د کانونو او سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « هیله من یم چې نړۍواله ټولنه له دغو فشارونو تېره شي څو ګټه یې د افغانستان خلکو ته ورسیږي. د مثال په توګه که خصوصي سکټور یې وکاروي، له اقتصاد، کاري زمینې برابرولو او بې وزلۍ لمنځه وړلو کې مرسته کوي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمني کنګل شوه، چې ۳.۵ میلیارده ډالره یې د افغانستان اماني صندوق ته ولېږدول شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه