د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې دغه ولایت کې له دوو زرو زیاتو ښځو د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.
د مسوولینو په خبره دا ښځې د اسلامي امارت د اصولو په مراعتولو سره په ځانګړو ځایونو کې فعالیتونه کوي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر، عزت میر حقاني و ویل: « له دوو زرو زیاتې دي، دا هغه شمېرې دي چې موږ د دوی د تېر کال له نوملړه راخیستي چې دوه زره متشبثې په مرکز او ولسوالیو کې په لاسي صنایعو بوختې دي او له دې لارې خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.»
دغو ښځو او نجونو د دوی پر وړاندې د زده کړو تر بندیز وروسته خیاطۍ او لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.
دوی وایي، له دې لارې کولای شي د خپلو کورنیو ورځنيو لګښتونو ته رسېدنه وکړي.
متشبثه، پروانه وایي: « له هغې راهیسې چې ښوونځي او پوهنتونه تړل شوي، اړ یو چې خیاطي وکړو او د خپلو کورنیو لګښتونه دا مهال له دې لارې پوره کوو.»
بله متشبثه، نجیبه شېرزۍ وايي: « اوس مهال زه خپله سرپرسته یم، درې کلن ورور مې معیوب دی، پلار نه لرم، مور مې ناروغه ده.»
د هېواد ځینو نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمېر ښځې د خپلو کورنیو اړتیاو پوره کولو په موخه د لاسي صنایعو پر جوړولو بوختې دي او له مسوولینو غواړي چې له فعالیتونو یې د ملاتړ په موخه په کور دننه او بهر لوی نندارتونونه جوړ کړي.
په دې اړه مو اندونه