Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ازبیکستان په ګډ بازار کې د افغان پانګوالو د فعالیت پيل

ځينې افغان پانګوالو او کسبګرو د ازبیکستان په سرخان ولایت کې د افغانستان او ازبیکستان په ګډ بازار کې اوس اوس خپل فعالیتونه پيل کړي دي.

دوی د ګډ بازار جوړېدل د دواړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې په برخه کې ګټور ګام ګڼي.

د  تخار پانګوال غوث‌الدین وویل:«هغه اسانتیاوې چې، اوس د افغانانو او ازبیکستاني وګړو لپاره رامنځته شوي ډېر ښه دي او ان‌شاالله چې، دغه اسانتیاوې به په راتلونکي کې هم دوام پيدا کړي.»

د جوزجان کسبګر محمد رسول هم وايي:«د ازبیکستان د وګړو لپاره ۷۰ سلنه ګټه لري، ښايي ۳۰ سلنه د افغانستان د خلکو لپاره ګټه او فایده ولري؛ خو موږ باید له ځانه وړتیا وښیو، لاسي صنایع او نور تولیدات چې، لرو یې راوړو او نندارې ته یې وړاندې کړو.»

د دغه بازار مسوولان وايي چې، د دواړو هېوادونو د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دغه بازار کې د افغانانو لپاره هېڅ ډول محدودیتونه شتون نه‌لري.

د ګډ بازار استازی اسلام نبیف وویل:«دغه یو ګډ بازار دی او زموږ موخه د دواړو هېوادونو د سوداګریز بازار نږدې کول دي، تر دا مهاله ۳۴ تنو افغانانو په دغه بازار کې هټۍ کرایه کړي او شونې ده چې، راتلونکو اوونیو کې دغه شمېر ۱۰۰ دوکانونو ته ورسېږي. په دغه بازار کې د افغانستان او ازبیکستان کسبګرو ته کرایه یو ډول ده او هرڅوک چې، لېوالتیا ولرې کولای شې په دغه بازار کې پانګونه وکړي.»

دغه بازار ته یو شمېر راغلي هېوادوال وايي چې، دلته راتګ ډېر وخت اخلي او د ازبیکستان له مسوولانو غواړي چې، د تګ راتګ په برخه کې ورته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د بلخ اوسېدونکی نور احمد عظیمي څرګندوي:«ځينې ستونزې چې، د ازبیکستان له لوري دي دا دي. چې، اداري کار یې ډېر وخت نیسي او خلک نه‌شي کولای چې، ژر بازار ته ورسېږي، د خلکو لېوالتیا زیاته ده؛ خو په دخولي ترمینل کې کار پڅ روان دی.»

د بلخ اوسېدونکي محمد هاشم هم وویل:«موږ سهار ۹ بجې حرکت وکړ؛ خو د ګڼې ګوڼې له امله د ماسپښین ۲ بجې بازار ته ورسېدو.»

په همدې حال د اقتصادي چارو کارپوهان له ګاونډیو هېوادونو سره ددغه ډول ګډو بازارونو جوړېدل د خلکو اقتصادي ودې، لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو پلور او د سیمې اوسېدونکو ستونزو حل برخه کې ګټور ګڼي.

د ازبیکستان سرخان ولایت کې د افغانستان او ازبیکستان ګډ بازار چې هوټل، رستورانت، روغتون او نورې سوداګریزې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي، تر دې وروسته افغان پانګوال کولای شي په‌کې پانګونه وکړي.

دغه بازار چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو چارواکو په ګډون سره پرانیستل شوی، تر دې دمه لسګونو افغانانو په کې هټۍ کرایه کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه