د اقتصاد وزارت خبر ورکوي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان ناخالص تولید دوه اعشاریه اوه سلنه زیات شوی دی.
د دغه وزارت ویاند دغه زیاتوالی د صادراتو پراختیا، له خصوصي سکټوره د ملاتړ او نورو لاملونو له امله بولي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه و ویل: د کرنې سکټور: ۳۴،۳٪ د ۲،۱٪ ودې سره، د صنعت سکټور: ۱۳،۵٪ د ۲،۶٪ ودې سره، د کانونو سکټور: ۲،۴٪، د اوبو، برېښنا او ګاز سکټور: ۲،۸٪ د ۵٪ ودې سره او د خدماتو سکټور: ۴۶،۸٪ وده .
په ناخالص کورني تولید کې د بېلابېلو سکتورنو ونډه په لاندې ډول ده:
د کرنې سکتور: له دوه اعشاریه یو سلنې ودې سره ۳۴ اعشاریه درې سلنه
د صنعت سکتور: له دوه اعشاریه شپږ سلنې ودې سره ۱۳ اعشاریه پنځه سلنه
د کانونو سکتور: دوه اعشاریه څلور سلنه
د اوبو، بریښنا او ګازو سکتور: له پنځه سلنې ودې سره دوه اعشاریه اته سلنه
د خدمتونو سکتور: ۴۶ اعشاریه اته سلنه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د ناخالص کورني تولید د زیاتېدو لپاره د تولیدي سکتورونو پر ملاتړ ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي په دې اړه داسې و ویل:«د اسلامي امارت په راتګ سره کورني تولید ته ډېره پاملرنه شوې ده. د نمونې په توګه، د صنعتګرو او کروندګرو مالیې راټيټې شوې دي او کوچنیو سوداګریو کې هم مالیې راکمې شوې دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا بیا وايي: هر هېواد چې پر کورني تولید ډېره پاملرنه وکړي او اقتصاد پیدا کوونکی تولید ولري، درې پایلې به ولري. د پیسو له بهر وتلو به مخنیوی وشي یانې څه چې موږ واردو هغه کولای شو په کور دننه تولید کړو دویم دا چې د کارو بار د پیدا کېدو لامل کیږي، او درېیم دا چې د اقتصادي ودې لامل کیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت د صادراتو پراختیا، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثبات، د اسعارو د قاچاق مخنیوی، د لومړنیو موادو د بیې راټېټېدل، د لویو لارو بیارغونه، د ملي پروژو پلي کېدل او په بېلابېلو سکتورونو کې تشبثات د ناخالص کورني تولید په زیاتېدو کې اغېزناک ګڼي.
په دې اړه مو اندونه