Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګریزو توکو پر مخ د تورخم بندر بندېدو سوداګرو ته ګڼ زیانونه اړولي

د څه باندې یوې میاشتې په لړ کې چې، د تورخم بندر د سوداګریزو توکو پر مخ تړلی شوی، سوداګرو او بزګرو ته مېلیونه ډالره زیان اړولی دی.

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې، په روان لمریز کال کې د افغانستان او پاکستان راکړه ورکړه نږدې ۶۰ سلنه کمه شوې ده.

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خان جان الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي:«پاکستان خپل اداري شرایط داسې جوړوي چې، بالاخره هغه پلمې دي چې، موږ باید سوداګري ونه‌کړو. د ټرانزیټ په برخه کې موږ د کال ۸۰زره تر ۱۵۰ زره کانټینرونه له کراچۍ ټرانزیټ کول.»

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې، د صادراتو او وارداتو توازن یې یو شان نه‌دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې هر کال له نورو هېوادونو نږدې لس مېلیارده ډالره راکړه ورکړه لري چې، له دې منځه نږدې دوه مېلیارده ډالر یې صادرات تشکیلوي.

د صادراتو له دې منځه شاوخوا یو مېلیارد ډالر صادرات پاکستان ته کېږي؛ خو هر وخت د ګډو بندرونو تړل کېدل او د ګمرکي تعرفې لوړوالی له پاکستان سره د سوداګرۍ د کموالي لامل کېږي.

سوداګر زلمی عظیمي هم طلوع‌نیوز ته وايي:«له پاکستان سره زموږ سوداګرۍ ته زیان رسېدلی. مالیه او محصول زیاتوالی موندلی او د پاکستان له لوري موږ ته په مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.»

بل لور ته ځينې سوداګر وایي چې، د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم کم شوی او اړتیا ده له پاکستان سره د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره دوه اړخیزې هوکړې وشي.

افغان سوداګر فرید عظیمي وویل:«له ګاونډي هېواد سره یوې هوکړې او ژمنې ته ورسېږي چې، دغه ستونزې پای ته ورسېږي. اوس چې، خبرې کوو، درې ورځې کېږي چې، ګاونډي هېواد یا هندوستان ته بدیلې لارې لکه د غلام خان بندر یا د شهر نوی لار هم په یوه بڼه تړل شوې ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د ۳۲۹ میلیونه ډالره په ارزښت صادرات درلودل چې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه کموالی ښيي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه