د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د سرپرست حکومت یو پلاوی غواړي، د برېکس په غونډه کې چې، ټاکل شوې څه کم یوې میاشت کې د روسیې په کازان کې جوړه شي، ګډون وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال همدارنګه زیاتوي، په دې غونډه کې چې، ټاکل شوې د روان زیږدیز کال د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې پورې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي، د اقتصادي وضعیت په تړاو به خبرې وشي.
ښاغلی فطرت څرګندوي:«دا چې، افغانستان مخ پر ودې او د اقتصادي پراختیا په حال کې هېواد دی، د افغانستان لپاره دا ډېره مهمه ده چې، په دا شان اقتصادي ناستو کې حضور پیدا کړي. د افغانستان د اسلامي امارت لېوالتیا لري چې، په برېکس راتلونکې فورم کې حضور ولري او په دې اړه یې له کوربه هېواد سره دغه غوښتنه شریکه کړې ده.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځېنې شنونکي ټينګار کوي چې، له برېکس سره د افغانستان یوځای کېدل د هېواد د اقتصاد د ښه کېدو لپاره ډېر مهم دي او اړتیا ده چې، د برېکس په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو، د اقتصادي ننګونو د حل او د زیربناوو د پراختیا په تړاو بحث وشي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال وايي:«د اقتصادي چارو او د اقتصادي مسایلو په تړاو واقعاً چې دا غونډه به ډېره مثبته اغېزه ولري، ځکه چې، په دغې غونډه کې به ښايي ځینې سترې پرېکړې وشي چې، هغه د افغانستان د بېوزلۍ په کمښت کې مرستندوی ثابت شي.»
برېکس د هغو اقتصادي هېوادونو ډله ده چې، برازیل، روسیه، چین، هند، او سوېلي افریقا پهکې شامل دي. تر دې وړاندې د برېکس د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د ستونزو پر سوله ییز حل او له هېواد سره پر بېړنیو بشري مرستو ټينګار کړی و.
په دې اړه مو اندونه