د رياست الوزراء اقتصادي کمېسیون وايي، یو شمېر کورني او بهرني شرکتونه دې ته لېواله دي چې، په افغانستان کې تر څه باندې ۵ میلیارده ډالرو پانګونې وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، یو شمېر کورني او بهرني پانګوال غواړي چې، په افغانستان کې پر کرنې، بنسټیزو پروژو، صنعت، انرژۍ، کانونو او ټرانسپورټ پانګونې وکړي.
حمدالله فطرت په دې اړه وايي: برېښنا، کرنې، صنعت، برېښنا او کانونو، مخابراتو، روغتیا، ټرانسپورټ، وړو تشبثاتو، ښاري پراختیا، برېښنايي حکومتولي او داسې نور او سکټورونو کې ۵ اعشاریه ۳۴۸ میلیو ډالرو پانګونې ته یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو لېوالتیا ښودلې ده.
بلخوا، د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې په نیویارک کې د متحده ایالتونو د نړۍوالې پراختیايي ادارې له مرستیال سره د افغانستان د وضعیت او پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: یو اس ای ډي تر ډېره حده فعال و او له خصوصي سکټور سره یې ډېرې مرستې کولې، خصوصاً زموږ د مېوو په لېږد کې، له بزګرو سره یا په زیربنايي پروژو کې دوی تر ډېره حده دخیل وو
اقتصاد پوه، سید مسعود هم په دې اړه وايي: زه فکر کوم که یو اس ای ډي یو ځل بیا په افغانستان کې خپل کار پیل کړي دا به خپله یو سیمه ییز ډاډ رامنځته کړي.
بل خوا، اقتصاد وزارت د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې د فعالیتونو بیا پیلېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي او زیاتوي چې اړتیا ده چې د متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره او نورې ادارې په افغانستان کې خپلې چارې بېرته پيل کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري بیا وايي: یو اس ای ډي کولای شي د افغانستان د اقتصاد په وده کې لکه د کرنې، سوداګرۍ، صنعت او د طبیعي سرچینو د مدیریت او چاپیریال ساتنې، زیربنايي پروژو لکه اوبه رسونې او بندونو په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
د متحده ایالتونو نړۍواله پراختیايي اداره په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ په ګډون د تر ټولو لویو پروژې ملاتړې ده، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې خپلې چارې درولې دي.
په دې اړه مو اندونه