د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د امریکا له لوري د افغانستان د شمتنیو له کنګل کولو سره سره، په افغانستان کې بحراني وضعیت عادي حالت ته راګرځول شوی دی.
هغه د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته زیاته کړې چې، اسلامي امارت هڅې کوي چې، د افغانستان اقتصاد وغوړېږي او د مرکزي آسیا د وصل پر مرکز بدل شي.
نورالله نوري زیاته کړه: یوه روپۍ قرضه د چا نه لرو، درې کاله دې نظامي او ملکي حکومت چلولی دی. ملت ته دې ښېګڼه هم رسیږي، دلته ویاله جوړه کړه. دلته سړک جوړ کړه. هلته کلینیک جوړ کړه. هلته مکتب او هلته مدرسه جوړه کړه. زموږ په هېواد کې د علمي تربیت په برخه کې لکونه کسانو ته زمینه جوړه شوه.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په لړ کې خلکو ته خدمت کول د اسلامي امارت د ټولو کارکوونکو یوه اساسي وجیبه بولي او زیاتوي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنېدو لپاره افغانانو ډېرې قربانۍ زغملي دي.
ښاغلي نوري همد راز و ویل: طالبان او د اسلامي امارت چارواکي ستاسې خادمان دي. ستاسې وزیران نه دي. چې تا په توره شپه کې ماته سنګر ته ډوډۍ راوړه. چې تا په توره شپه کې له ماسره غره ته جنازه وړله. چې تا زما ټپي پر اوږه وړه نو نن دې د نظام د وګړي یا وزیر ملا ماته شي چې ته تر ځان هم ورته عزیز نه یې.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت د مالوماتو لمخې، په دې غونډه کې د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو د څښاک د اوبو د برابرېدو، د مدرسو د پراختیا او د سړکونو او روغتیايي کلینیکونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.