د برېښنا شرکت د لمریزې او حرارتي انرژۍ له لارې د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره له ځينو کورنیو شرکتونو سره درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د دغه شرکت د مسوولانو په وینا، دوه هوکړهلیکونه چې، هره یوه به یې د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا ظرفیت ولري، د لمریزې انرژۍ په برخه کې دي او یوه بله هوکړه په پلازمېنه کې له ډبرو سکرو څخه د ۴۰ مېګاواټه انرژۍ د تولید په برخه کې لاسلیک شوې ده.
په دې غونډه د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې، افغانستان د انرژۍ د تولید لوی ظرفیت لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان له کورنیو سرچینو د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونو د راجلبولو اهمیت ته په نغوتې سره ټينګار کوي چې، د انرژۍ د تولید د زیاتېدو او ځانبسیاینې ته د هېواد د رسېدو لپاره د چارواکو هڅې په جدي ډول دوام لري.
مولوي عبدالکبیر په دې هکله وايي:«موږ هڅه کوو چې، د کورنیو انرژۍ پر سرچینو د پانګونې زمینه برابره کړو او په دې برخه کې، افغانستان ځانبسیاینې ته ورسوو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي وایي چې، د اسلامي امارت د مشر لخوا په ۵۲ صنعتي پارکونو کې د ځمکې وېش تایید شوی او دا مهال په دغو پارکونو کې، ۸۰۰ غوښتونکي شته چې، هغوی ټول برېښنا ته اړتیا لري. نورالدین عزیزي زیاتوي چې، له کافي انرژۍ پرته ځانبسیاینې ته د افغانستان د صنعت برخې رسېدل ناشوني دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې اړه څرګندوي:«د صنعتي پارکونو قوانین د جناب شیخ صاحب له لوري توشیح شوي او موږ ته رارسېدلي او ټولو خصوصي سکټورونو ته مو ورسول.»
بلخوا، د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رییس وايي چې، دغه شرکت په تېرو درېیو کلونو کې له بهرنۍ مرستې پرته له کورنیو سرچینو د انرژۍ د تولید د زیاتېدو او د شبکو او سبسټېشنونو د تنظیم او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه لرلي دي.
نوموړی د افغانستان له اوبو، باد، حرارت او نورو سرچینو د انرژۍ د تولید لوړو ظرفیتونو ته په نغوتې سره، له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غواړي چې، په دې برخه کې پانګونه وکړي.
عبدالباري عمر زیاتوي:«په نږدې راتلونکي کې به، د میټرونو سیسټم، تصحیح کړو، موږ پر سمارټ میټرونو کار کوو چې، په پیل کې به دغه سیسټم موږ د کابل په صنعتي پارکونو کې تطبیق کړو او له هغه نه وروسته به په کرار کرار د کابل ښار او نورو سیمو ته دغه پروسه وغځوو چې، د تجارتي ضایعاتو مخنیوی وکړو.»
د افغانستان برېښنا انرژۍ د پانګونې فرصتونو تر سرلیک لاندې، د جوړ شوي کنفرانس په پای کې، د افغانستان برېښنا شرکت او کورنیو او بهرنیو پانګوالو، د ملګرو ملتونو د یو شمېر استازو او تمویلوونکو په حضور کې په افغانستان کې، د انرژۍ د تولید لپاره شته ظرفیتونه په ګرافیکي او ویډيويي بڼه وړاندې کړل.