Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر راتلونکو ۷ ورځو به په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم نندارتون جوړ شي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په راتلونکې اوونۍ کې د امام ابوحنیفه د درېیم نندارتون د جوړېدو خبر ورکوي.

د چارواکو په وینا، دغه نندارتون د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه په کابل کې جوړېږي چې، په دغه نندارتون کې د افغانستان، منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې چې، په ۴۰۰ کورني او په ۳۰۰ کې بهرني توکي به نندارې ته وړاندې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي مالي او ادارې مرستیال میرزمان پوپل وویل:«د دغې غونډې په څنډه کې، د بي‌ټوبي کنفرانس هم ولرو چې، په هغه کې، د نړۍ بېلابېل شرکتونه چې، دلته راځي، ګډون کوي؛ په ځانګړې توګه د ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، چین او د نړۍ نور هېوادونه.»

بلخوا، د افغانستان د کسبګرو خونې رییس د امام ابو حنیفه نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او له ګډون کوونکو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي.

د افغانسان د کسبګرو خونې رییس شیرین اغا سخي وویل:«د دغو نندارتونو په واسطه، زموږ د هغو کارخونو تولیدات چې، د هرات، کندهار، کابل، جلال‌اباد، مزارشریف او نورو ولایتونو کې چې، موږ صنعتي پارکونه لرو، ان‌شاالله چې، ټول په سټنډردونو تولیدېږي.»

د نندارتونونو د پروژو د مدیریت شرکت عمومي مدیر علي رضا صدر زاده هم زیاتوي:«هغو لارښوونو ته په پام سره چې، په سوداګرۍ خونه کې ملګرو وړاندې کړل او هغه مذاکرات چې، له نندارتون مخکې مو لرل، ډېری ایراني شرکتونو چې، په دغه نندارتون کې حضور پيدا کوي، موخه دا ده چې، افغانستان ته صنعت او ټکنالوژي راولي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به د اووه ورځو لپاره د کرنې، غالۍ، کانونو، روغتیا، بانکوالۍ، لاسي صنایعو، ماشین الاتو، ټرانسپورت، لوجستیک، ودانیزو توکو، مخابراتو، لوړو زده‌کړو او نور کورنیو او بهرني توکو په ګډون د بېلابېلو صنعتي، سوداګریزو او خدماتي سکتورونو محصولات نندارې ته وړاندې شي.
 
د چارواکو په وینا، په دغه نندارتون کې د افغانستان، منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې به نندارې ته وړاندې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه