Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون کابل کې پرانیستل شو

په کابل کې د امام ابو حنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي، د بېلابېلو هېوادونو ډپيلوماتانو، د نړۍوالو بنسټونو د استازو او د بهرنیو او کورنیو پانګوالو په حضور سره پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې، سرپرست حکومت له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د تعاملاتو، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی. 
 
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغانستان کې رامنځته شویو اسانتیاوو ته په نغوتې سره، له بهرنیو او کورنیو سوداګرو غوښتي چې، د افغانستان په بېلابېلو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي برادر په دې هکله وویل:«په ننني سوداګریز نندارتون کې، د کورنیو او بهرنیو محصولاتو د معرفي او پېژندنې له مخه، له یوې خوا به د هېواد کورني صنایع تقویه شي او له بلې خوا به نندارتون کې د ګډون کوونکو هېوادونو او بهرنیو شرکتونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې او پیاوړې شي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري هم د دغه نندارتون په هکله وايي:«موږ چې، ټول وخت سوداګرو یا نورو هېوادوالو ته دا وايي چې، دلته دې کارخونې جوړې شي او دلته تولیدات وشي، هغه د دې لپاره وايي چې، دلته خلک مصروف شي، خلک له بې‌کارۍ سره مخ دي.»

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې او مالدارۍ وزارتونو سرپرستانو وویل، ځان‌بسیاینې ته د رسېدو په موخه له خصوصي سکټوره ملاتړ د اسلامي امارت له اصلي پالیسو شمېرل کېږي.

د دوی په وینا، اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی، په تولیدي او صنعتي برخو کې د پانګونو د جلب لپاره ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب ته ژمن دی او تل یې هڅه کړې چې، د پانګونې پر وړاندې خنډونه لېرې شي او په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.»

په دې مراسمو کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک مسوولانو هم وویل چې، اسلامي امارت د افغانستان له خصوصي سکټوره په بشپړه توګه ملاتړ کوي او په وینا یې هغو ته د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو په موخه کار روان دی.

د مالیې وزارت مرستیال سلطان محمد زبیر وویل:«له تاسو درنو سوداګرو مو غوښتنه ده چې، د خپلو بانکونو له لارې د راکړې ورکړې په ترسره کولو کې، د بانکونو د ثبات په ساتلو کې خپل ملي مسوولیت په هر اړخیزه توګه ادا کړئ.»

د افغانستان بانک د بانکي څارنې امر عبدالرحمن قانت وايي:«په درې کلنه دوره کې الحمدالله موږ له بهرنیو څخه هېڅ ډول اوږد پور اخیستی او نه هم د لنډې مودې لپاره مو له کوم بهرني هېواده مو پور اخیستی وي او همدارنګه باید ووایم چې، په درې کلنه دوره کې، کومه دولت‌داري یا حکومت‌ولي موږ کړې ده، ټول مصارف مو له کورنیو عوایدو څخه کړي دي.»

په دې یو اونیز نندارتون کې ۷۰۰ غرفې اېښودل شوي او په هغو کې کورني او بهرني شرکتونه، له هغې ډلې په بېلابېلو تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو کې، د ایراني صنایعو تولیدات، له هغې ډلې کرنې، صنعت، غالۍ، کانونه، بانکوالۍ، روغتیا، لاسي صنایعو، ماشین الات، ټرانسپورټ، لوجېستیک، ودانیز، مخابراتي، تحصیلات، د ښځو سوداګرۍ او په ټولو سکټورونو کې، خپل محصولات نندارې ته اېښي دي.

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې، سرپرست حکومت له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د تعاملاتو، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه