Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین او د ملګرو ملتونو سازمان افغانستان کې د خصوصي سکټور له ودې ملاتړ کوي

په افغانستان کې د چین سفیر جاوشینګ د پروان ولایت د باریک اب صنعتي پارک د لیدو پر مهال په دغه هېواد کې، د خصوصي سکتور او پانګونې پر ودې ټینګار کړی دی.

د چین سفیر د کتنې پر مهال ویلي چې، په افغانستان په ځانګړې توګه په دغه پارک کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي.

جاوشینګ وايي:«له بېخ بینايي پروژو ملاتړ ډېر مهم دی، د اقتصادي ودې او خوندي امنیتي وضعیت ته په کتو ډېره زمینه مساعده ده چې، موږ وکولای شو چینايي پانګوال جذب کړو چې، افغانستان ته د کار او پانګونې لپاره راشي.»

 د چین سفیر سربېره، د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکی او د ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو مسوولانو د خصوصي سکتور ملاتړ، اقتصادي بنسټونو او تولیدي شرکتونو برېښنا کمښت ستونزو ته د رسېدنې په موخه د پروان له باریک آب صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکی انډریکا راټواته وايي:«که موږ وغواړو په افغانستان کې تلپاتي ثبات ولرو، د خصوصي سکتور له لارې دې موخې ته رسېدای شو او موږ چمتو يو چې، افغانستان کې له خصوصي سکتوره ملاتړ وکړو.»

د پروان د والي مرستیال محمد ادریس انوري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه ستونزې چې د بېخ‌بنا په برخه کې دي، یا د برېښنا په برخه کې چې کومې ستونزې دي هغه درک کړي او په دې برخه کې اجراات ولري. الحمدالله دوی د خپلو همکاریو  ژمنه کړې ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وايي، په کور دننه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او د پانګوالو لپاره د فرصتونو برابرولو او د هېواد صنعتي پارکونو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«په افغانستان کې د پانګونې لپاره اوس ښه زمینه برابره ده، امنیت تامین دی، هرڅوک کولای شي چې، په افغانستان کې په هره برخه کې پانګونه وکړي.»

د برېښنا شرکت اجرايي رییس عبدالباري عمر هم څرګندوي:«موږ دغه پارک ته دم‌ګړۍ د ۱۰ مېګاواټه له ظرفیت سره برېښنا ورکړې او پروژې تر لاس لاندې دي، ان‌شاالله وکړای شو چې، ټولو صنعتي پارکونو ته په ځانګړې توګه د مرکز ټولو پارکونو ته ښه برېښنا ورکړای شو.»

پروان کې د یوې تولیدي کارخونې مسوول شهاب‌ قناویزیان وویل:«بنسټیزه ستونزه چې، دم‌ګړۍ ټول شرکتونه، په ځانګړې توګه د باریک اب په صنعتي پارکونو کې د سوپر کولا شرکت ورسره مخ دی، د برېښنا ستونزه ده.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي په خبره، د دوحې درېیمې ناستې چورلیز له خصوصي سکتور څخه ملاتړ او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه وه چې، نړۍواله ټولنه به په دې برخه کې له سرپرست حکومت څخه جدي ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ