Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نفتي توکو د کیفیت تثبیت ټکني بهیر سوداګر له ستونزو سره مخ کړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د اسلام کلا، تورغونډۍ او اقينې په بندرونو کې د نفتي توکو د کيفيت د  تثبیت بهير پڅ شوى دی، چې سوداګر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې خونې ویاند زیاتوي، اوسمهال د نفتي توکو لسګونه لارۍ د هرات ګمرک کې ولاړې دي.

ښاغلی، جان اقا نوید په دې اړه وايي: «د نفتي توکو د کیفیت د ازمایښت په برخه کې باید ډېر ژر اقدام وکړي، دغه ټانکرې باید ژر تر ژره مرخصې کړي، څو د تیلو ټانکو ته چې توزیع کېږي هلته و نه رسېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال بیا وايي: «په دې کې شک نشته، چې د کیفیت تثبیت ډېر وخت نیسي، یانې کابو له ۲۰ تر ۲۵ ورځو پرې وخت اوړي. په دې کې زموږ سوداګر زیانمن کېږي، ځکه مالیه پرې زیاته راځي او وخت یې هم ضایع کېږي.»

د مالیې وزارت ویاند بیا وايي، د نفتي توکو د کیفیت تثبیت په برخه کې رامنځته شوې ننګونې د هرات په ګمرک کې حل شوې دي او د دغه د بهیر د چټکتیا لپاره هڅې دوام لري.

د مالیې وزارت ویاند، احمد ولي حقمل په دې اړه داسې وايي: « د هرات په ګمرک کې چې کیفیت د تثبیت په برخه کې تخنیکي ستونزې وې، هغه حل شوې دي. مسوولین په ۱۶ ساعتونو کې په بېلابېلو شیفټونو کې پر نفتي توکو کار کوي او کنټرولوي یې، څو له هر ډول محدودیت او د کار له ځنډه مخنیوی وشي.»

افغانستان ډېره برخه نفتي توکي له مرکزي اسیا په ځانګړې توګه له ازبېکستان، ترکمنستان، روسیې او ایرانه واردوي، چې وخت ناوخته د کم کیفیت له امله بېرته هغو هېوادونو ته استول کېږي، چې له کوم هېواده را وارد شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه