د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په روان زیږیز کال کې څلور ميلیونو افغان وګړو ته د نغدي مرستو خبر ورکوي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، نیمایي دغه مرستې ښځو ته رسول شوي دي.
اقتصاد وزارت د خوړو نړۍوال سازمان مرستې د بیوزلي په کمولو کې مهمې بولي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه وايي: « ۶۱ کلن عبدالشاکر وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ د نفقې برابرولو مسوولیت پرغاړه لري او هره ورځ په خپل لاس ګاډي سره له۲۰۰ افغانیو کمه سمیان پلوري.»
هغه زیاتوي: «هره ورځ چې لمونځ کوم چهل متره ته ځم او دا سیمیان وړم، دا چې پلورم ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ کېږي. تر دې راته زیات نه دي شوي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي له افغانستان سره د نړۍوالو بنسټونو د مرستو پر څرنګوالي نیوکه کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالغفار نظامي په دې اړه و یل: «د انجوګانو فعالیت باید د هغوی د قوانینو پر بنسټ پر مخ ولاړ شي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالظهور مدبر بیا وايي: «څومره ډېرې مرستې چې له بهره افغانستان ته راشي، د وضعیت بدترېدو ته په کتو سره، په لنډ وخت کې اغېزناکې دي، خو اړتیا ده چې باید پر زېربناو کار وشي او تولیدي اقتصاد وده وکړي.»
افغانستان له هغو هېوادونو دی، چې لا هم نړۍوالو مرستو ته اړ دی، خو په تېرو دوو لسیزو کې په زیربنایي برخو کې لږې نړۍوالې مرستې لګېدلې دي.