Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په سروبي کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

نن (سې‌شنبې) د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۲ اعشاریه ۷۵ مېګاواټه لمريزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.

د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ویلي چې، دغه پروژه د ۱۸ مېلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت، د دوو ترکي او افغاني شرکتونو له لوري به د څه کم یوه کال په لړ کې بشپړه شي.

ښاغلي عمر همدارنګه ویلي چې، د پروژې په بشپړېدو سره به په پلازمېنه کې د برېښنا د پرچاویو ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییه رییس په دې هکله زیاتوي:«دغه پروژه به ان‌شالله په را روان اتو، نهو میاشتو الی تر یوه کال پورې به بشپړه شي او دغه برېښنا به زموږ ولس ته، زموږ صنعتي پارکونو ته د برېښنا هغه کمښت چې، اوس ور سره مخ یو، تر یوه حده به د دې کمښت مخنیوی وکړو.»

 په دغو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د پاکې انرژۍ تولید ګټو ته په نغوتې سره وایي، سره له دې چې،افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې هېڅ رول نه‌لري؛ خو د دغو بدلونونو یو قرباني دی. ملا عبدالغني برادر د پاکې انرژۍ له ملاتړو سازمانونو غواړي چې، د پاکۍ انرژۍ د تولید په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال څرګندوي:«دا ډول پروژې کولای شي چې، په تدریجي توګه د بهرنیو هېوادونو پر برېښنا زموږ اتکا راکمه کړي. او د کورنیو سرچینو څخه په غوره بڼه د ګټې اخیستنې لپاره د خپلې برېښنا څېښتن شو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني هم وايي:«باید موږ خپلې ټولې هغه اوبه، هغه بندونه، هغه سیندونه، یا د برېښنا د تولید لپاره هغه نور څيزونه که د ډبرو سکارو او نورې زېرمې دي، باید لاس په کار شو، او په یوه سلام مدیریت کار وکړو.»

په دغه پروګرام کې د ترکیې سفیر جنک اونال هم په خپلو خبرو کې د افغانستان په بېلابېلو بیخ بنایي پروژو کې، د ترکیې د ۷۷ شرکت فعالیتونو ته په اشارې سره وایي چې، ډېر نور شرکتونه هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

جنک اونال زیاته کړې:«دا د خوښۍ ځای دی چې، د ترکیې یو شرکت د دې پروژې په رغنیزو چارو کې برخه اخلي. د ۷۷ شرکت له کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او بېلابېلې پروژې یې په معیاري او داسې ډول پلي کړي چې، د افغانانو لپاره د منلو وړ وي.»

یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت هم له خصوصي شرکتونو سره د لمريزې او حرارتي انرژۍ له لارې د ۲۴۰ میګاواټه بریښنا د تولید درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

شریک یي کړئ