Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوناما مشره: ملګري ملتونه افغانستان کې له سوداګریزو نندارتونونو ملاتړ کوي

د یوناما مشرې د امام ابو حنیفه له درېیم ملي او نړۍوال نندارتونه د لیدنې پر مهال ویلي، په افغانستان کې د دغه ډول نندارتونونو له جوړېدو ملاتړ کوي.

روزا اوتنبایوا زیاته کړې چې، یوناما غواړي د کوچنیو پورونو د ورکړې په موخه د بانکونو په جوړولو سره افغانستان کې له کوچنیو متشبثاتو ملاتړ وکړي.

د یوناما مشرې و ویل: « له خصوصي سکټوره د ملاتړ په اړه غواړم و وایم، چې له کوچني کاروبارونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ملاتړ کېږي. موږ غواړو د هېواد په هر ولایت کې د کوچنیو پورونو بانکونه پرانیزو او دا په لیرې پرتو سیمو کې محرومو کسانو لپاره ډېر ګټور دي، څو وکولای شي یو اندازه پیسې د کوچني پور په توګه ترلاسه کړي او ورسره خپل کار و بار روان وساتي.»

اوتونبایوا د خپلو خبرو په بله برخه کې وایي، د افغانستان صنعتي پارکونه د برښنا له کمښت سره مخ دي او په خبره یې، اړتیا ده چې افغانستان کې بهرنۍ بانګونې را جلب شي.

هغې و ویل: « تېره ورځ مو له صنعتي پارکه لیدنه وکړه او هلته د برښنا د کمښت ستونزه شته او دا زموږ دنده ده چې بهرني سوداګر افغانستان ته را جلب کړو او باور رامنځته کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند و ویل: « موږ له ځینو هېوادونو سره په ټرانزیټ کې ستونزې لرو. که ملګري ملتونه دغه ستونزه حل کړي، ځکه افغانستان په وچه کې پروت دی او نړۍوالو کنوانیسونونو دا تصویب کړې، چې د افغانستان خلک د ګاونډیو هېوادونو له بندرونو ګټه اخیستی شي.»

روزا اوتونبایوا ویلي، افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې ټینګار شوی، چې افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې یوه کاري ډله جوړه شي او نړۍواله ټولنه، اسلامي امارت، سفارتونه او ملګري ملتونه به د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.

شریک یي کړئ