Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په همکارۍ د ټاپي او ټاپ پروژو چارو پر چټکتیا د ترکمنستان ټینګار

د ترکمنستان ولسمشر مسکو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په سرمشریزه کې د ټاپي، ټاپ او دغه راز د ترکمنستان او افغانستان تر منځ د وسپنې پټلۍ د پروژو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

د ترکمنستاني رسنیو د راپور لمخې، سردار بردي محمدوف د یادو پروژو اهمیت ته په پام سره ویلي، ترکمنستان په ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او له هغو ور ها خوا هم له اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.

د ترکمنستان ولسمشر ویلي، په دغو او نورو ورته پروژو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو مشارکت د سټراټیژیک لید لپاره ډاډمنه لاره ده.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال په دې اړه وایي: « د نوموړي دغه ټینګار په دې دلالت کوي چې دغه پروژې دغو ګډو هېوادونو ته څومره ارزښت لري.»

د هېواد اقتصاد وزارت د ترکمنستان د ولسمشر له دغو څرګندونو په هرکلي سره د یادو پروژو عملي کېدل د ښکېلو هېوادونو په ګټه ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: « موږ د دغو خبرو هرکلی کوو، دغه پروژې کولای شي د افغانستان او سیمې په اقتصادي پراختیا کې مهم رول ولري او اسلامي امارت د ټاپي په ګډون د هر ډول پروژو په عملي کولو کې همکارۍ ته چمتو دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « فکر کوم چې هر څومره چې پر دغې پروژې هڅې وشي د افغانستان په ګټه دي او ورسره کاري زمینې هم رامنځته کیږي او افغانستان کې د پانګونې باور زیاتوي چې ډېر مهم دی.»

افغانستان له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، وسپنې پټلۍ او نوري فایبر د لېږد څلور ګډې پروژې لري چې افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې د وږي په ۲۱مه په هرات کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پیل شوې.

شریک یي کړئ