د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه صفر ته د پاکستان له خوا د افغانستان پر صادراتي توکو د مالیاتو کچې د راټیټیدو خبره ردوي.
د دې خونې اجراییه رییس زیاتوي، چې لا هم اضافي تعرفه لګول کېږي او د دواړو هېوادونو چارواکي لا هم په دې برخه کې کومې هوکړې ته ندي رسیدلي.
د افغانستان-پاکستان د ګډې خونې اجرايي رییس، نقیب الله صافی په دې اړه وايي: «اوس هم مالیې پر خپل ځای دي، تر اوسه د تعرفو صفر کولو او کچې ټيټوالي لپاره څه نه دي شوي. د دواړو لورو چارواکي د تعرفې د راکمولو په اړه خبرې کوي چې پر میوې، سبزیجاتو، او نورو توکو به وي خو لا هوکړې ته نه دي رسیدلي.»
د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو یو شمېر سوداګرو یو ځل بیا ویلي چې، د پاکستان له لوري د اضافي ګمرکي تعرفې د لګول کېدو او د افغانستان د صادراتو د فصل پر مهال د ګډو بندرونو د تړل کېدو له امله سخت تاواني شوي دي.
دوی زیاتوي، دوی اړ شوي چې، اخیستل شوې تازه مېوې او سبزیجات بېرته په ټيټه بیه د هېواد په بازارونو کې وپلوري.
سوداګر، حاجی محمد قاسم وايي: «دا کار باید د زردالو او انګورو پر وخت کې شوی وای، اوس د شمال انګور له خاورو سره خاورې شوي او هغوی چې سل افغانۍ قیمت یې درلود اوس پنځه افغانۍ قیمت هم نه لري.»
یو بل سوداګر، محمد ناظرهم وايي: «چېرته نه ځي او که ولاړ هم شي په سړخونو کې به بند وي. پاکستان لار باید پرانیستل شي او مالیه باید راټیټه شي څو مو پاکستان ته صادرات وشي او یو عاید ولرو.»
د کرنې او مالدارۍ خونه بیا د افغانستان د صادراتو د فصل پر مهال د پاکستان له لوري د اضافي ګمرکي تعرفو پر لګول کېدو له نیوکې سربېره وايي، د افغانستان سوداګر او کروندګر تل له همدې اړخه تاواني شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجی زاده وايي: «نن که پاکستان تعرفه صفر کړي، د افغانستان پر وړاندې څه ګټه کوي؟ هم د افغانستان سوداګر او هم یې کروندګر زیانمن کیږي. حل لار دا ده چې وارد او صادر کوونکو سوداګرو ته د زیان جبران وشي.»
د افغانستان او پاکستان تر منځ تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او ډنډ پټان د تګ راتګ لارې دي او د سویلي آسیا له ډېریو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه له همدې لارو کېږي؛ خو د یادو لارو د تړل کېدو او همداراز د اضافي ګمرکي تعرفو د لګول کېدو له امله اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ډېره راکمه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه