د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو ۳۱م نندارتون نن (چهارشنبې) د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو په حضور کې، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لوري په کابل کې پرانیستل شو.
د اسلامي امارت چارواکو په دغې غونډه کې، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلي او د کوکنارو د بدیل کښت د برابرولو او د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې هڅې روانې دي.
په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي او سیاسي مرستیالان وایي چې، د دغه نندارتون موخه د بېلابېلو محصولاتو معرفي کېدل او بازارموندنه ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور د پياوړتیا په موخه کوټلي هڅې کوي. چې، د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او د وارداتو د تعویض مناسب سیاستونه پلي کړي.»
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم څرګندوي:«موږ د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو غواړو چې، د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه رامنځته نهکړي، لارې بندې نهکړي او اجازه ورکړي چې، د افغانستان کرنیز محصولات او تولیدات د نړۍوالو بازارونو ته ورسېږي.»
بلخوا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وایي، که څه هم د تېرو څلورو لسیزو جګړو د افغانستان بیخ بناوې ورانې کړې او د کرنې سکتور ته یې جدي زیانونه اړولي دي؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې کرنې د پاموړ وده او پرمختګ کړی دی.
عطاالله عمري له سوداګرو او پانګوالو غواړي چې، په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس، بسته بندۍ او صادراتو په برخو کې پانګونه وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست څرګندوي:«سږکال زموږ محصولات زښته زیات وو او په کافي اندازه زیات وو. کهچېرې اټکل وکړو، ۲۵ تر ۳۰ سلنه زموږ محصولات د افغانستان لپاره کفایت کوي، ۶۰ تر ۶۵ سلنه زموږ له ملت او خلکو اضافه دي.»
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین صدر اعظم عثماني هم وايي:«په هر نبات کې زموږ د امراضو مخنیوی شوی دی. او په ډېره ښه ذایقه باندې تولیدات روان دي؛ خو دا ستونزې شته چې، د بازار موندنې لپاره زموږ بزګر په زیان کې دي.»
بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ او د کډوالو چارو سرپرست وزیران هم د کرنیزو محصولاتو پر ملاتړ او په کوردننه او بهر د هغو لپاره پر بازار موندنې ټینګار کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسیو له پیروۍ سره، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره له خصوصي سکټوره ملاتړ د خپلو پروګرامونو په لومړیتوب کې لري.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو یو دېرشم نندارتون څلور ورځنی دی او ۲۶۳ غرفې لري چې، ۵۶ یې د ښځو د محصولاتو لپاره ځانګړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه