Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زعفران او اېنجې د صادراتو ارزښت ۸۰ میلیون ډالرو ته نږدې شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د نږدې ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اېنجه او زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، ډېری اېنجې او زعفران پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان او امریکا ته صادر شوي دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد، په دې اړه و ویل: د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د اینجو صادرات چې ۶۱۷ ټنه و، د ۵۸ میلیون ډالرو په ارزښت شوي او ډیری صادارات هند، ازبېکستان، امریکا، متحده عربي امارات او ایران ته شوي دي.

په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت په سېمه کې د انجې او زعفران اهمیت ته په پام وایي چې د صادراتو د زیاتوالي لپاره یې اړتیا ده کروندګرو او صادرونکو ته په اړونده برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د عامل پلاوي رییس، وسیم ساپی بیا وايي: عواید ډېر ښه دي خو اړتیا دا ده چې موږ یې ملاتړ وکړو. ملاتړ به دا وي چې څه ډول موږ کولای شو بازارموندنه ورته وکړو، نوي مارکیټونه ورته پیدا کړو. ځکه زموږ کروندګرو چې کوم زحمتونه ایستلي او لګښت یې کړی هغه ته رسېدنه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر یعقوبي هم وايي: د اینجو او زعفرانو ارزښت ته په کتو د دغو دوو محصولاتو په ګمرکي تعرفو کې کموالی راشي. په نړۍوالو مارکیټونو کې یې هم نرخونو ته پام وشي نو د دغو دواړو محصولاتو د صادراتو کچه لوړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان هجري لمریز کال کې د افغانستان زعفراڼ په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې موسسې له لوري په یوه نړیواله سیالۍ کې د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکو زعفراڼو په توګه وپیژندل شول.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په سېمه کې د اېنجې او زعفران ارزښت ته په کتو وايي، د صادراتو د زیاتوالي لپاره یې اړتیا ده کروندګرو او صادرونکو ته په اړونده برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د نږدې ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اېنجه او زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، ډېری اېنجې او زعفران پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان او امریکا ته صادر شوي دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد، په دې اړه و ویل: د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د اینجو صادرات چې ۶۱۷ ټنه و، د ۵۸ میلیون ډالرو په ارزښت شوي او ډیری صادارات هند، ازبېکستان، امریکا، متحده عربي امارات او ایران ته شوي دي.

په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت په سېمه کې د انجې او زعفران اهمیت ته په پام وایي چې د صادراتو د زیاتوالي لپاره یې اړتیا ده کروندګرو او صادرونکو ته په اړونده برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د عامل پلاوي رییس، وسیم ساپی بیا وايي: عواید ډېر ښه دي خو اړتیا دا ده چې موږ یې ملاتړ وکړو. ملاتړ به دا وي چې څه ډول موږ کولای شو بازارموندنه ورته وکړو، نوي مارکیټونه ورته پیدا کړو. ځکه زموږ کروندګرو چې کوم زحمتونه ایستلي او لګښت یې کړی هغه ته رسېدنه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر یعقوبي هم وايي: د اینجو او زعفرانو ارزښت ته په کتو د دغو دوو محصولاتو په ګمرکي تعرفو کې کموالی راشي. په نړۍوالو مارکیټونو کې یې هم نرخونو ته پام وشي نو د دغو دواړو محصولاتو د صادراتو کچه لوړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان هجري لمریز کال کې د افغانستان زعفراڼ په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې موسسې له لوري په یوه نړیواله سیالۍ کې د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکو زعفراڼو په توګه وپیژندل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه