Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګریزو شرکتونو ټولنه د خپلو پولي تضمیناتو د ازادۍ غوښتنه کوي

د سوداګریزو شرکتونو ټولنې او ځینو پانګوالو په بانکي، پولي تضمیناتو او د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو په برخو کې د ستونزو ارزونې په موخه یوه غونډه جوړه کړه.

دوی وايي، له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یې د تضمیناتو پیسې په بانکونو کې کنګل شوي او دغې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګوالو د ټولنې رییس، محمد باز و ویل:« د دې لپاره کمېټې ډېر په ورو کارونه کوي، موږ ډېرې هڅې وکړې چې دغه جوړې شوې کمېټې خپل کارونه په چټکۍ سره مخته یوسي. خو کمېټو تر دې مهاله خپل کارونه ۵۰ سلنې هم نه دي بشپړ کړي.»

د دغې ټولنې غړي، ملا سنګین و ویل: « مالیې وزارت ۱۴۰۲ کال کې د ۲۶ شرکتونو پیسې تثبیت کړې چې دا له موږ سره شته او شفافې پیسې دي خو ۱۴۰۲ کال تېر شوی او ۱۴۰۳ هم په تېرېدو ده یانې نیم نه اوښتی ده او تر اوسه اجراات نه دي شوي.»

د غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک کې له اسلامي امارته په جدي توګه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

سوداګر، شهاب الدین زیار و ویل: « زموږ پیسې د تضمین له بانک سره پاتې دي د جمهوریت نو د اصولو سره سم باید دوی دا کنسل کړي او د شرکتونو اکونټونو ته یې ولېږدوي، چې موږ ترې ګټه واخلو.»

بل سوداګر، محمود عرب زاده و ویل: « له اسلامي امارت او مشرانو مې غوښتنه دا ده چې که زموږ کار چټک شي او ستونزې مو حل شي، نو سوداګر او پانګوال خپلې پیسې له افغانستانه بهر ته نه وړي، دوی بېرته دلته پانګونه کوي.»

د غونډې ګډونوال دغه راز له نړیوالې ټولنې او له هغو ادارو چې په افغانستان کې یې پروژې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته درېدلي، غوښتنه کوي چې د هېواد د اقتصاد د ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره دې د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي او خپلې نیمګړې پروژې دې بېرته پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه