د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د غنمو د حاصلاتو کچه له ۳ اعشاریه ۵ میلیون ټنو څخه ۵ میلیون ټنو ته زیاته شوې ده.
د دغه وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین زیاتوي، چې د کروندګرو د لا ملاتړ او په بازارونو کې د غنمو د بیو د کنټرول لپاره د هېواد په یوولسو ولایتونو کې له کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو چاره دوام لري.
مستعین زیاته کړه: «د افغانستان د غنمو حاصلات له درې تر درې نیم میلیون ټنو وو. الحمدالله اسلامي امارت ددې وړتیا موندلې چې په تېرو درېیو کلونو کې د کروندګرو په مرسته دغه حاصلات پنځه میلیون مټریک ټنه ته رسولي دي.»
مصباح الدین مستعین د خپلو خبرو په لړ کې په هېواد کې د غنمو د تولید زیاتېدو ته په اشارې سره وایي، چې غنمو د زېرمه کولو او له کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو په تړاو د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته، دغه وزارت په پام کې لري چې د روان کال تر پایه به په ۱۳ ولایتونو کې له کروندګرو ۳۸ زره ټنه غنم وپېرل شي.
هغه ویلي: «په ۱۳ ولایتونو کې کابو ۳۸ زره ټنه پلورل کېږي او اوسمهال هم په ۱۱ ولایتونو کې پلور دوام لري او په نورو ولایتونو کې خریداري کیږي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: «دا پر ځای اقدام دی، حکومت چې اوس په بازار کې شته غنم اخلي. بیا یې په ذخیرو کې زېرمه کوي. دا په ژمي کې د خلکو لپاره یو لوی خدمت دی. ځکه ډېری هېوادوال د اقتصادي ستونزو له امله خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي وو، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له صاردېدو راهیسې د کروندګرو د ملاتړ لپاره، د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په همکارۍ پر هغوی نږدې ۱۰۰ زره منه اصلاح شوي تخمونه او ۲۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره وېشلې ده.
په دې اړه مو اندونه