Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وږي میاشت کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان هجري - لمریز کال په وږي میاشت کې له هېواده د صادراتو کچه لوړه شوې ده. 

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند وایي، په وږي میاشت کې نورو هېوادونو ته د څه باندې ۱۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او همداراز د څه باندې ۹۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بیا واردات شوي دي.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع و ویل: « د احصایې ادارې د صادراتو او وارداتو شمېرې راټولې کړې او څېړلي دي. زموږ د شمېر لمخې، د ۱۴۰۳ لمریز کال وږي میاشت کې افغانستان د ۱۷۳.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او ۹۵۴.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت یې توکي وارد کړي.» 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد د صادراتو د ډېرښت لپاره باید د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي چارو پر وړاندې شته ستونزې حل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اداري او مالي سرپرست، میر زمان پوپل و ویل: « موږ باید وکولای شو له ازبیکستان، ترکمنستان او تاجیکستان سره ګمرکي، ټرانزیټي او ټرانسپورټي هوکړې وکړو، څو روسیې او ځینو نورو هېوادونو ته خپل محصولات په اسانه ولېږدوو.»

د صنعتکارانو د ټولنې رییس، عبدالجبار ساپی وایي: « د صادراتو په برخه کې زموږ ډېرې ستونزې له پاکستان او هند سره دي. هر کله چې پاکستان ستونزې رامنځته کوي، د صادراتو له کمښت سره مخ کیږو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو لمخې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه له هېواده د شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې ډېر صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبیکستان، چین، روسیې، ایران او ترکیې ته شوي دي.

شریک یي کړئ