Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټولګټو وزارت: ا.ا افغانستان کې د افغان - ټرانس پروژې پيل ته چمتو دی

ټولګټو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت هېواد کې د افغان- ټرانس پروژې د عملي چارو د پیل لپاره چمتو دي. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس طلوع‌نیوز ته وايي، په افغان خاوره کې د دغې پروژې د چارو پیل لپاره د منځنۍ اسیا او نورو ښکېلو هېوادونو سره ډېرې غونډې شوې دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند و ویل: « د دغې مهمې پروژې د عملي کولو لپاره د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ ډېرې غونډې شوې دي او دغه راز مذاکرات دوام لري. دغه پروژه د اسلامي امارت او ټولګټو وزارت د اقتصادي پروګرامونو په لومړیتوب کې ده او افغانستان د دغې پروژې د عملي کولو په برخه کې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.»

افغان - ټرانس پروژه په منځنۍ او سویلي اسیا کې د نړۍوالې سوداګرۍ د پراختیا او لېږد رالېږد د اسانتیاو لپاره یوه مهمه سیمه ییزه طرحه ده چې له سویلي اسیا هېوادونو سره د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د نښلولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. 

د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان بیا له نورو هېوادونو سره د نښلېدو په برخه کې د وسپنې پټلۍ ګټوره ګڼي. 

د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان و ویل:« افغان - ټرانس او ورته پروژې په ځانګړې توګه د وسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان لپاره ګټورې دي. د وسپنې پټلۍ له نورو هېوادونو سره د وصل لپاره یوه ارزانه او چټکه لار ده.»

د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزیر، الهام محکموف هم د افغان- ټرانس پروژه له منځنۍ اسیا سره د سویل ختیځو هېوادونو د نښلېدو لپاره یوه ښه پروژه وبلله.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالغفار نظامي و ویل:« د دغې پروژې له بشپړېدو سره افغانانو ته ډېرې کاري زمینې برابریږي، د افغانستان صادرات ډېریږي او د هېواد کلني عواید به هم ډېر شي. او دغه راز له ازبیکستان او پاکستان سره به د افغانستان اړیکې هم پیاوړې شي.»

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان - ټرانس پروژې د چارو د عملي پیل او اټکل لپاره د یاد هېواد د تخنیکي ډلو د سفر او له افغانستانه د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرلو په تړاو خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه