Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منصور: "یو کمربند او یوې لارې" پروژه د افغانستان او چین سوداګري پراخوي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، د "یو کمربند او یوې لارې" پروژه د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ او د انرژۍ لمن پراخوي.

عبداللطیف منصور د "یوه کمربند او یوې لارې" پروژې د غړو هېوادونو په غونډه کې د واخان دهلیز او په هېواد کې پر انرژۍ د پانګونې د اهمیت په اړه یې خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد طلوع‌نیوز ته د عبداللطیف منصور د سفر په اړه و ویل: « ښاغلي منصور د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار وکړ چې د یوه کمربند او یوې لارې په څېر سترو پروژو کې د خپل فعال رول له لارې په سیمه کې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته خپله ژمنتیا څرګندوي.»

بل لور ته، د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د افغانستان جغرافیه له یو بل سره د سیمې هېوادونو د نښلېدو او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د چین "یو کمربند او یوې لارې" پروژه مهمه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « د یو کمربند یوې لارې پروژه د یوه پیاوړي مرکز په توګه د افغانستان ځای ښیي او د ټرانسپورټي شبکو، وسپنې پټلیو او سړکونو د پراختیا لامل کیږي. او دغه پروژه کولای شي افغانستان د څو هېوادونو له انحصاره وباسي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: « هر څومره چې له نړۍوالو لارو سره یوځای کیږو، په همغې اندازه له منزوي حالته وځو او دا کولای شي دغه پروژه کې له ښکېلو هېوادونو سره د افغانستان سټراټیژیکې اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي.»

د "یو کمربند او یوې لارې" طرحه د چین ولسمشر په ۲۰۱۳ زېږیز کال کې له ورېښمو لارې په الهام اخیستو وړاندې کړه.

دغه طرحه کې د چین له لوري د ۱۳۰۰ میلیارده ډالرو په لګښت د زرګونه کیلو مټره سړک، وسپنې پټلۍ، سمندري او هوایي لارې په پام کې نیول شوې دي.

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د افغانستان جغرافیه له یو بل سره د سیمې هېوادونو د نښلېدو او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د چین "یو کمربند او یوې لارې" پروژه مهمه ګڼي

تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، د "یو کمربند او یوې لارې" پروژه د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ او د انرژۍ لمن پراخوي.

عبداللطیف منصور د "یوه کمربند او یوې لارې" پروژې د غړو هېوادونو په غونډه کې د واخان دهلیز او په هېواد کې پر انرژۍ د پانګونې د اهمیت په اړه یې خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد طلوع‌نیوز ته د عبداللطیف منصور د سفر په اړه و ویل: « ښاغلي منصور د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار وکړ چې د یوه کمربند او یوې لارې په څېر سترو پروژو کې د خپل فعال رول له لارې په سیمه کې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته خپله ژمنتیا څرګندوي.»

بل لور ته، د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د افغانستان جغرافیه له یو بل سره د سیمې هېوادونو د نښلېدو او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د چین "یو کمربند او یوې لارې" پروژه مهمه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « د یو کمربند یوې لارې پروژه د یوه پیاوړي مرکز په توګه د افغانستان ځای ښیي او د ټرانسپورټي شبکو، وسپنې پټلیو او سړکونو د پراختیا لامل کیږي. او دغه پروژه کولای شي افغانستان د څو هېوادونو له انحصاره وباسي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: « هر څومره چې له نړۍوالو لارو سره یوځای کیږو، په همغې اندازه له منزوي حالته وځو او دا کولای شي دغه پروژه کې له ښکېلو هېوادونو سره د افغانستان سټراټیژیکې اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي.»

د "یو کمربند او یوې لارې" طرحه د چین ولسمشر په ۲۰۱۳ زېږیز کال کې له ورېښمو لارې په الهام اخیستو وړاندې کړه.

دغه طرحه کې د چین له لوري د ۱۳۰۰ میلیارده ډالرو په لګښت د زرګونه کیلو مټره سړک، وسپنې پټلۍ، سمندري او هوایي لارې په پام کې نیول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه