Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو ۹ میاشتو کې د ۲۵۷ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه صادر شوې

که څه هم د افغانستان د صاداراتو او وارداتو توازن سره برابر نه دی خو د افغانستان د صادراتو لویه برخه وچه میوه ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: د ۲۰۲۴ زیږیز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې افغانستان د څه بانډې ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت څه باندې ۹۶ زره ټنه صادارات شوي چې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته شوي دي. 

اخوا، د وچې میوې ځینې سوداګر وايي، د وچې میوې د صادراتو د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې د پروسس په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته شي او د ویزې په برخه کې هم ستونزې حل شي.

سوداګر، محمد قاسم امرخیل په دې اړه و ویل: له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې موږ ته ځمکه راکړي څو پروسس ته ګودامونه جوړ کړو او کارخونې جوړې کړو. 

یو بل سوداګر، نثار احمد هم وايي: د ویزې ستونزه ډېره ده ځکه زموږ ډیری صادارت هند ته دي او په تېرو درېیو کلونو کې چې اسلامي امارت واکمن شوی، ویزې نه ورکول کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، ډيری وچه میوه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته صادریږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه