Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جوزجان یتیم‌تاق سېمنټو د استخراج او تولید تړون لاسلیک شو

د جوزجان ولایت په یتیم‌تاق سیمه کې د سېمنټو د استخراج او تولید تړون نن (سې‌شنبې) د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ترکیې د ۷۷ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري ویلي چې، د ترکیې ۷۷ شرکت د جوزجان د دغې سیمې د سېمنټو د تولید په برخه کې د کارخونې پر جوړولو ۱۶۳ مېلیونه ډالره پانګونه کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد تړون د لاسلیک پر مهال وايي چې، دا کارخونه به د ورځې د ۳ زره ټنه سېمنټو د تولید وړتیا ولري او په مستقیم ډول به څه باندې ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هدایت‌الله بدري زیاتوي:«نوموړی شرکت په یاده پروژه کې د خپلو تعهداتو او ژمنو سره سم، د اکتشاف، استخراج، ګټې اخیستنې او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې، شاوخوا ۱۶۳ مېلیونه امریکايي ډالر پانګونه کوي.»

د ښاغلي بدر په خبره چې، د جوزجان د یتیم‌تاق د سېمنټو د تولید تړون موده ۳۰ کاله ده.

په همدې حال کې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال په دغو مراسمو کې ویلي چې، د دغې پروژې لاسلیک کول د افغانانو لپاره مهم او اغېزناک دي.

جنک اونال زیاتوي:«زه د خوښۍ احساس کوم چې، ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونه کوي او په دې برخه کې لېوالتیا لري، دا پروژه موږ څارو، دا پروژه د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري چې، له کبله به یې نور ترکي پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.»

د ۷۷ ترکیي شرکت رییس سلیمان جیلیو هم څرګنده کړه:«موږ به په کال کې ۱٫۵ مېلیونه ټنه سېمنټ تولید کړو، په لومړي کال کې موږ خپلې ارزونې کوو او په دویم کال کې د افغانانو لپاره د خالصو سېمنټو تولید پیلوو.»

تر دې مخکې د کانونو او پترولیم وزارت په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره د ۴۷۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت د جبل‌السراج، کندهار او هرات له ځينو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د سېمنټو د پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه