د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست د مسلکي او حرفوي زده کړو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نهو کورنیو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه لیکونو له مخې، د حرفوي او مسلکي زده کړو دغه پروګرامونه په کابل، پروان، میدان وردګ، هرات، بلخ، بغلان، سمنګان، فاریاب، نیمروز، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې پلي کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « ټاکل شوې ده چې دغه نهه کورني بنسټونه خپلې پروژې چې ټول ارزښت يې له درې ميليونه او ۲۲۸ زره ډالرو څخه زيات دی، د کورنیو او بېروزګاره کسانو د پياوړتيا لپاره د حرفوي او مسلکي روزنې له لارې په کابل، پروان، میدان وردګ، هرات، بلخ، بغلان، سمنګان، فاریاب، نیمروز، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې پلي کړي.»
بل خوا د اقتصاد وزارت هم د هېوادوالو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د حرفوي او مسلکي څانګو د زده کړو ترلاسه کول مهم ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې اړه و ویل: « د کوچنیو او منځنیو تصديو لپاره د نړۍوالو سازمانونو او نادولتي مؤسسو ملاتړ په بېلابېلو ولايتونو کې د دندو د فرصتونو رامنځته کولو، د کورنيو د اقتصادي پیاوړتیا، د ظرفیت جوړونې او د سوداګرۍ پرمختيا او بازارموندنې په برخه کې مسلکي روزنې په چمتو کولو کې اغېزمنه ونډه لري او په تدریجي ډول د بېوزلۍ په کموالي کې مرسته کوي.»
بل لور ته د صنایعو او کانونو خونه وایي چې د افغانستان صنعت ماهرو او حرفوي کسانو ته اړتیا لري نو له همدې امله د هېواد د تولیدي کارخونو په بېلابېلو څانګو کې د زده کړو پروګرامونو په ترسره کېدو سره مسلکي کارګران پیاوړي کیږي.
د کار او ټولنیزو چارو، اقتصاد، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونه د سرپرست حکومت له هغو بنسټونو څخه دي چې وخت په وخت د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پراختیا، د ښځو د ځواکمنتیا او د کوچنیو صنایعو په برخه کې له بهرنیو او کورنیو بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کوي.
په دې اړه مو اندونه