Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین ته د کندهار د انارو د صادراتو لپاره هڅې

د کندهار انار له قزاقستان وروسته، چین ته هم صادرېږي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، چین ته د کندهار د انارو صادرات په تړاو د هغه هېواد له څو سوداګرو سره خبرې اترې شوي او هڅه کېږي چې، سیمه‌ییزې بازارموندنې ته پراختیا ورکړي.
 
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، تر اوسه يې ۲۰ زره او ۸۹۴ ټُنه انار پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بينا په دې هکله وايي:«زموږ د انارو د صادراتو د ډېرولو پر تګلاره کار کوو او تر اوسه مو  ۲۰ زره او ۸۹۴ ټنه مو پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر کړي، او له چینايي لوري سره مو هم خبرې شوې دي چې، هغوی هیله‌مندي ښودلې ده.»

بل لور ته په کندهار کې د یوه پانګه‌وال له لوري انارو ته د بازار موندنې په پار یوه مېله جوړه شوې ده. د مېلې ګډونوال وایي سږ کال د کندهار انار زیات دي؛ خو بهر ته يې د صادراتو کچه کمه ده.

د کندهار اوسېدونکی عبدالواسع هڅيال وايي:«کندهار د انارو له اړخه خورا مشهور دی او سږ کال یې حاصلات هم ډېر دي؛ خو سږ کال یې صادرات ډېر نه‌دي»

د کندهار بل اوسېدونکي نعمت‌الله نعمت هم وویل:«هر کال زموږ له ۸۰۰ څخه بیا تر ۱۰۰۰ ټنو پوري تازه مېوه یا له‌منځه ځي او یاهم په کمه بیه خرڅېږي. موږ غواړو چې، د پاکستاني کېلو او مالټو پر ځای د افغانستان تازه مېوه وکارول شي او بهر ته یې صادر شي.»

د کندهار انار چې نړۍوال شهرت لري، د دغه ولایت پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه یې بڼونه جوړ شوي چې، سږ کال به ورڅخه ۲۷۴ زره ټُنه حاصلات ترلاسه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه