Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نه خوندیتوب تازه راپور: افغانستان کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو د نه خوندیتوب کچې له پراخېدو خبرداری ورکوي.

د دغو بنسټونو په ګډ راپور کې راغلي چې، په راتلونکو میاشتو کې به روانې جګړې، اقلیمي بحران او اقتصادي فشارونه میلیونونه کسان له بحراني وضعیت سره مخ کړي.

راپور کې راغلي: « د افغانستان په ګډون ۲۲هېوادونه د لوږې د ناورین د نقطو په توګه پېژندل شوي چې بېړنۍ مداخلې ته اړتیا لري.»

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکېب میر وایي: « افغانستان له بده مرغه د لوږې د لوړې کچې په لرلو سره نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري، د دې لپاره چې خلک نور هم بې وزله نشي، اقتصادي ستونزې ډېرې نشي نو اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره یو ډول هوکړه وشي او د دوی له کار سره هر ډول اختلافات لیرې شي څو مرستې کمې نشي او خلک لا ډېر زیانمن نشي.»

د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د خوړ نه خوندیتوب سره د مبارزې لپاره د کورنیو تولیداتو پر زیاتوالي، د کرنیزو زېربناو پر ښه کېدو او د اوبو د سرچینو پر مدیریت ټینګار کوي.

دغه شنونکي وایي، په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب د کچې ټیټولو لپاره د کرنې په زیربنایي برخه کې پانګونې ته اړتیا ده.

د اقتصادي چارو شنونکی،  عبدالنصیر رشتیا و ویل: « بې له شکه د خوړو نه خوندیتوب بېلابېل لاملونه شته، جګړې، وچکالي او له بده مرغه د افغانستان ډېری خلک درې وخته سمو خوړو ته لاسرسی نه لري او دا د لوږې او بې وزلۍ له امله ده.»

اقتصاد وزارت بیا وایي، د خوړو نه خوندیتوب سره مبارزه او د بې وزلۍ کمول د دغه وزارت بنسټيز لومړیتوبونه دي. دغه وزارت ټینګار کوي چې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اړتیا ده چې، نړۍواله ټولنه اقتصادي محدودیتونه لېرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وایي: « دا د نړۍوالې ټولنې اخلاقي او حقوقي مسوولیت دی چې د بانکي بندیزونو لیرې کولو، د افغانستان د خلکو د شتمنیو ازادۍ او د بندیزونو په لیرې کولو زموږ له خلکو سره مرسته وکړي څو هېواد کې اقتصادي پرمختګ او سترې ملي او اقتصادي پروژي پلي شي.»

تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت د مرستندویه مالي بنسټونو د فعالیتونو پیاوړتیا، اغېزمنتیا او روڼتیا په موخه د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د استازو په حضور کې غونډه وکړه.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب د کچې ټیټولو لپاره د کرنې په زیربنایي برخه کې پانګونې ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه