د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، پاکستان د افغانستان پر ټرانزیټي توکو دوه سلنه مالیه وضع کړې ده.
د دغې خونې یوه چارواکي طلوعنیوز ته ویلي چې، د پاکستان له لوري د محدویتونو له امله، له کراچۍ بندره افغانستان ته ټرانزیټ نږدې ۷۵ سلنه کم شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«یوه بله پرېکړه یې وکړه کوم ټرانزیټ چې، له ټولې نړۍ افغانستان ته راځي، پر هغه یې دوه سلنه تعرفه ولګوله چې، د نړۍ په هېڅ قانون کې دا موضوع نشته. زه فکر کوم چې، دا دوام پیدا کوي، زموږ سوداګري همدا اوس ۶۰ تر ۷۵ سلنې بنده شوې ده.»
افغانستان د کراچۍ بندر له لارې، له چین، جاپان، اندونیزیا، مالیزیا او نورو هېوادونو سره سوداګري کوي.
ځینې سوداګر د پاکستان له لوري د ټرانزیتي توکو پر وړاندې د تعرفې لګول د نړۍوالو سوداګریزو نورمونو خلاف ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې، دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
د کابل د تازه مېوو او سبزیجاتو د عمومي شورا رییس عبدالغفور ناصري طلوعنیوز ته وايي:«پاکستان د لارې په اوږدو کې له موږ ۳۰ زره کلدارې یو اخلي او ۱۱ زره هم نورې چې، په ټول کې ۴۱ زره کلدارې کېږي. له بدغه مرغه اوس هماغه ۴۱ زره هم مصرفېږي او له ۱۰۰ زرو تر ۱۴۴ زرو نورې پاکستانۍ روپۍ هم اضافه شوي دي.»
سوداګر رمضان منصوري هم وویل:«د هند پر توکو یې هم دوه سلنه تعرفه لګولې ده. له دې پرته چې، د ټرانزیټ حق اخلي او نور لګښتونه هم پاکستان ته ورکوو، دمګړۍ زموږ پر صادراتي توکو یې تعرفه لګولې چې، سوداګر او بزګر ته ستر زیان دی.»
تېر کال هم پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي توکو له څلورو زرو ډېر کانټینرونه درولي وو چې، له امله یې افغان سوداګرو ته په مېلیونونه ډالر زیان اوښتی و.
په دې اړه مو اندونه