د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، کورنیو شرکتونو ته د کانونو د تړونونو په ورکړه کې د دغه وزارت ونډه له ۱۳ سلنې تر ۵۶ سلنې پورې ده.
ددغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې د افغانستان د ټولو کانونو قراردادونه دواطلبو شرکتونو ته د آزادو سیالیو او بشپړې رونټیا لمخې ورکول کیږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وايي: «د اسلامي امارت د سهم سلنې د کانونو د منرالونو پورې ده. د بېلګې په توګه، د وسپنې په کان ۱۳ سلنې، په مس کې ۱۹،۵ تر ۲۰ سلنې، په سرب او جستو کې د ۲۰ تر ۵۰ سلنې او د سرو زرو په کان کې تر ۵۶ سلنې سهم اسلامي امارت اخلي.»
د کانونو او صنایعو خونه له راټولو شویو عوایدو پر استفادې په ټينګار سره وایي، د کانونو را ایستنه او چاڼول د هېواد د اقتصاد په وده او پراختیا کې اغېزناک دي.
کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پيمان وايي: «هر کان چې را ایستل کیږي، د هغه یوه برخه د زیربنايي پروژو لپاره اختصاص کیږي څو اقتصادي حرکت رامنځته شي. اوسمهال ځينې پروژې لکه حلقوي سړکونه په مالي ډول له کانونو تمویل کیږي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم وايي: «کله چې کانونه کېندل کیږي او پروسس یې په کور دننه وشي، نو له دې سره بیا د توکو ارزښت لوړیږي او د اسعارو بیه هم لوړیږي.»
تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ناقانونه کیندنو مخه نیول شوې او له مافیا سره په مبارزه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پاموړ لاسته راوړنې لري.
په دې اړه مو اندونه