Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: افغانستان سره ۶.۷ میلیارده ډالر بشري مرسته شوې ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره ۶،۷ ملیارده ډالره بشري مرسته شوې ده.

دغه بنست په یوه راپور کې زیاته کړې چې د روان زیږیز کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یې ۱۲ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکوي، چې د مرستو کمښت کولای شي لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي او په هېواد کې د خوراکي ناامنۍ او بې ‌وزلۍ د زیاتېدو لامل شي.

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي: «افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له وخت (۱۵ اګست ۲۰۲۱) راهیسې شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالر بشري مرستې ترلاسه کړي دي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د دغو مرستو کچه ۳.۳ میلیارده ډالرو ته ورسېده. د دغو مرستو زیاتوالی له بې ‌سارو بشري اړتیاوو سره هم‌مهاله و، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې اړمنو کسانو شمېر ۲۹.۲ میلیونو ته رسېده.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «هغه مرستې چې د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو له خوا مستقیمو موسسو ته سپارل کېږي او د هغوی له لارې وېشل کېږي، د افغانستان حکومت په دې مرستو کې هېڅ ډول مداخله نه لري. د دې مرستو وېش په خپلواک ډول د نړۍوالو ادارو له لارې ترسره کېږي.»

له دې سره هممهاله، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د ژمي په رارسېدو سره تر بل هر وخت بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.

د کابل اوسېدونکي، خان‌زاده و ویل: «کار نشته، دلته راځم، کله ۵۰ افغانۍ، کله ۴۰ افغانۍ، او کله هېڅ کار نه وي، کور ته بېرته ځو.»

یو بل کابل میشتی، محمد شفیع، و ویل: «کور مې په کرايه دی، دا کراچۍ مې ده، اول روزي رسوونکی الله دی، دویمه دا کراچۍ مې ده. ۷ کسان مې نفقه خور دي او په ورځ کې ۱۵۰، ۱۶۰، یا ۱۷۰ افغانۍ کار کوم.»

اقتصاد وزارت هم په اوسنیو شرایطو کې د مرستو دوام د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره اغېزناک بولي، خو ټینګار کوي چې مرستې باید د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې ولګول شي.

 د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري هم په دې اړه و ویل:« د مرستندویه بنسټونو او نړۍوالې ټولنې مرستې د افغانستان د خلکو لپاره مهمې دي. موږ له ټولو مرستندویه بنسټونو مننه کوو. زموږ غوښتنه دا ده چې مرستې دې د پراختیايي او انکشافي برخو ته ځانګړې شي، څو بې وزلي په بنسټیز ډول له منځه یووړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل ګډ راپور کې د افغانستان په ګډون په ۲۲ هېوادونو کې د اقتصادي ناورین په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د ژمي په رارسېدو سره تر بل هر وخت بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه