د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې ویلي چې، یوه پېرېدونکي په کال کې د افغانستان د ۶۰۰ کیلوګرامو زاعفرانو د پېرلو وړاندیز کړی دی.
د دغه بنسټ په وینا، هغوی د پاریس د ۲۰۲۴ کال په نندارتون کې د دغه وړاندیز پر ثبتېدو بریالي شوي دي چې، په کال کې د دغه وړاندیز شویو زعفرانو د پلور ارزښت یو مېلیون او ۷۰ زره ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان زعفران د ځانګړي کیفیت او ځانګړي ښه بوی له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای موندلی او د هېواد د ارښتناک محصول په توګه د افغانستان په اقتصاد او د خلکو په ژوند او ژواک کې مهم رول لري.
د دې ادارې په وینا، د دغه وړاندیز په ثبتېدو سره به په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو په ځای کې مثبت بدلون رامنځته شي او د دغه هېواد د خلکو په معیشت کې به ښهوالی راشي.
د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره همدارنګه وایي:«زعفرانو د افغانستان لپاره د یوه رقابتي امتیاز په توګه په نړۍوالو نندارتونونو کې د لویو پېرېدونکو پام ځانته اړولی دی. د پارېس د ۲۰۲۴ کال په سوداګریز نندارتون کې یوه لوی پېرېدونکي د افغانستان د۶۰۰ کیلوګرامه زعفرانو د پېرلو وړاندیز ثبت کړی دی. د دغې معاملې ارزښت په کال کې یو میلیون او اویا زره ډالره اټکل کیږي.»
د افغانستان زعفران د ځانګړي کیفیت او ځانګړي ښه بوی له امله په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی ځای موندلی او د هېواد د ارښتناک محصول په توګه د افغانستان په اقتصاد او د خلکو په ژوند او ژواک کې مهم رول لري.
له دې سره هممهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، د افغانستان زعفران د ځانګړي کیفیت له امله په نړۍوالو بازارونو کې د ودې لوړ ظرفیت لري. د دې خونې پر باور، په مناسبې پانګونې او بازارموندنې سره دا محصول د افغانستان پر مهم صادراتي توکې بدلېدلای شي او د کروندګرو د معیشت له ښهوالي او د هېواد له اقتصادي پراختیا سره مرسته کولای شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«هر څومره چې، زعفران زیات شي او له هېواده بهر پلور زیاتېږي، ډېر زعفران تولیدوو او زموږ سوداګر مجبور او مکلف دی چې، پرې پانګونه وکړي.»
بل خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د ۲۰۲۴زېږدیز کال له جنوري تر سپټمبر پورې، د هند، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته د ۳۶ مېلیون ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوعنیوز ته وايي:«د روان زیږدیز کال د ۹ میاشتو په لړ کې د ۳۶مېلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان ۴۶ ټنه زغفران صادر شوي او ډېری زعفران هند، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا، ترکیې، هالند او انګلستان ته صادر شوي دي.»
تر دې وړاندې د ایران د نیشابور د کرنې مدیر ویلي وو، چې افغانستان ته د ایران د زعفرانو له صادرېدو سره سره، افغانستان د ایران د زعفرانو پر یوه اصلي سیال بدل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه