Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټوکر د تولید په برخه کې د افغانستان پر ځان بسیاینې په لور نوی ګام

کندهار کې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې د ټوکر د تولید یوې جوړېدونکې کارخونې مسوول وایي، افغانستان به راتلونکو کلونو کې د ټوکر توليد له اړخه پر ځان بسيا شي.

د سندس په نوم د نساجي يوې سهامي توليدي کارخونې ویاند رحمت رشید وایي، د دغې کارخونې کارونه ۷۵ سلنې بشپړ شوي او راتلونکي کال کې به يې توليد پيل شي.

د دغې کارخونې په فعالېدو سره به ۱۵۰۰ تنو ته کاري زمېنې هم برابرې شي.

رحمت رشید و ویل: « سندس نساجي د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سهامي کارخونه ده، چې پر ۶۰ جریبه ځمکه د کندهار عینو مېنه کې جوړېږي او ۲۴ ساعتونو کې به ۵۰ زره متره ټوکر تولیدوي. زموږ لرلید د ټوکر د تولید له اړخه افغانستان پر ځان بسیا کول دي او راتلونکي کال به مو تولیدات د کورنیو بازارونو ترڅنک د سیمي هېوادونو ته ورسېږي».

د کندهار د کانونو او صنايعو خونې مسوولين وایي، د هېواد ځان بسيایني او اقتصادي پرمختګ برخه کې دا ډول بنسټيزې پانګونې ډېرې مهمې دي.

د کندهار د کانونو او صنايعو خونې رییس، سيد سرور اماني و ویل: « دغه ډول پانګونې د افغانستان د ځان بسیایني او پرمختګ لپاره مهم او بنسټیز ارزښت لري، زموږ هیله دا ده چي دا ډول پانګونې لا ډېرې شي.»

د کندهار اوسېدونکي، مطیع الله و ویل:« موږ غوښتنه کوو، چې راته داسي فابریکې نوري هم جوړې شي او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.»

د کندهار اوسېدونکي، جانان و ویل: « باید پانګوال دا ډول پانګونې او تولیدي کارخوني نوري هم جوړې کړي، چې ورسره به ټولنه کې اقتصادي ستونزې کمې شي.»

د مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ د سندس توليدي کارخونې د شرکتي ونډې ترڅنګ عامو هېوادوالو ته هم د کمې پانګونې زمينه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه