د ډایکنډي سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې سږکال د بادامو حاصلات څه د پاسه ٢٤ زره مټریک ټنو ته رسیږي چې د تېر کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی ښیي.
بادام د ډایکنډي ولايت مهم زراعتي محصولات دي. د شمېرو پر بنسټ، په ډایکندي کې څه باندې ۷۰ سلنې کورنۍ د بڼوالۍ، په ځانګړې توګه د بادامو د ونو په کرلو سره د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.
د ډایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، سید مصطفی صالح و ویل: « د ورښتو او اوبو زیاتوالي له امله شاوخوا ۲۵زره او ۴۸۸ مټریک ټنه بادام ترلاسه شوي دي چې د تېر کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی ښیي.»
خو کروندګر او سوداګر د بادامو د بيو ټیټوالي ته اندېښمن دي او وایي، یخه هوا او د اوبو نشتوالى هغه ننګونې دي چې، پر بڼوالۍ په ځانګړې توګه د بادامو په حاصلاتو يې منفي اغېز کړى دى.
ډایکنډي کې بڼوال، نظر محمد وایي: « هغو چې مخکې کلونو کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ منو بادام ترلاسه کول، سږ کال یې له ۲۰ تر ۳۰ منو زیات ترلاسه نه کړل چې د خلکو پر اقتصاد یې منفي اغېز کړی دی. که حکومت د بادامو د پېر لپاره یو مناسب بازار جوړ کړي نو ډېره ښه به وي.»
سوداګر، جلیل و ویل: « سږ کال له وخت وړاندې سړې هوا چې د بادامو ونې یې اغېزمنې کړې، د تېر کال پرتله د بادامو حاصلات کم و.»
بادام، غوزان، مڼې، انګور، زردالو او شفتالو د ډایکنډي مهم او مشهور محصولات دي.
خو بڼوال وايي، له ډایکنډي نورو ولایتونو ته د غرنیو او سختو لارو له امله نشي کولای خپل زراعتي محصولات په مناسبه بیه وپلوري.
په دې اړه مو اندونه